د مارچ ۱۸ مه د شهیدانو د یادښت او چناق قلعه د ستر بري ورځ ولمانځل شوه
د مارچ ۱۸ مه د شهیدانو د یادښت او د چناق قلعه د ستر بري د ۱۰۵ مې کلیزې د لمانځنې په موخه په چناق قلعه ولایت کې ځانګړي مراسم جوړ شول.
1380460
پدې مراسمو کې چې د چناق قلعه ولایت د جمهوریت په میدان کې جوړ شوي وو د یاد شوي ولایت والي اورخان تاولي، د تنګي او ګارنیزون قومندان تورنجنرال لیونت کریم اوچا او د یاد شوي ښار ښاروال اولګور ګوکخان او یو زیات شمیر چارواکیو او هیوادوالو ګډون کړی وو. والي، د ګارنیزون قومندان او ښاروال لومړی د جمهوریت په میدان کې د اتاترک څلي ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته کښتۍ نه ۲۱ د توپ ډزې وکړې.
د ګلانو د ګیډۍ د ایښودو نه وروسته د درناوي مراسم پر ځای شول او بیا ملي سرود وغږول شو.
همداشان د مراسمو په ترڅ کې د چناق قلعه والي د ترکیې په بیرغ د سروزرو مډال چې په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د ملي شورا لخوا د چناق قلعه د جګړې د ۲۵۳ زرو تنو شهیدانو د یاد په مناسبت چناق قلعه ته ورکړل شوی وو د ټکوهلو نه وروسته بیرغ اوچت کړ.
پدې مراسمو کې د ترکیې په ولسي جرګه کې د عدالت او پراختیا ګوند استازې ژولیده اسکندراوغلو، د ملیت پالو غورځنګ ګوند د استانبول استازي حیاتي ارکاز، د چناق قلعه د مې د ۱۹ مې د پوهنتون رئیس پروفیسور ډاکټر سیدات مراد، عسکري او ملکي ادارو چارواکیو او د سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی وو.