په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۴۷ ته لوړه شوه.
په ترکیه کې د کرونا ویروس ۲۹ مثبتې تازه واقعې ثبت شوي دي
1379303
دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه. هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د هرې مثبتې پيښې تشخیص د ټولنې لپاره د خطر نه بهر کیږي.ځکه چې تشخیص په اصل کې ستاسې لپاره ضمانت دی. په ساري ناروغیو کې وارخطايي هر څه د کنټرول نه خارجوي. ځکه چې تدبیر او وارخطايي د یو بل ضد مسئلې دي. راځۍ چې کلک او قوي تدابیر ونیسو تر څو د ویروس سره تماس صفر کړو.
هغه تیره شپه وویل چې نن په ۲۹ تنو کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې تشخیص شوې چې پدې ډول د مثبتو پیښو شمیره ۴۷ ته لوړه شوه.
پدې ۲۹ تنو کې چې کرونا ویروس تشخیص شوی دی ټول د امریکا، منځني ختیځ او اروپا نه راغلي هیوادوال دي. درې تنه يي د عمرې د زیارت نه راغلي دي . دا ټول کسان په قرنطین کې نیول شوي دي.