د ترکیې او فرانسې ولسمشر او د جرمني او انګلستان د لومړي وزیرانو په ګډون ویدیو کنفرانس پایته ورسید
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د ولسمشر ماکرون، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانس په ګډون څلور اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
ولسمشر اردوغان د غونډې نه وروسته خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان وویل چې پدې غونډه کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې او ادلب د مسئلې په ګډون په یو زیات شمیر مسئلو خبرې وکړې.
هغه وویل چې " نن مو د فرانسې د ولسمشر ماکرون، د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانس په ګډون څلور اړخیزه د ویدیو کنفرانس له لارې سرمشریزه وکړه. پدې سرمشریزه کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې او ادلب د مسئلې په ګډون د سوریې د روان بحران په حل لارو، د کډوالو پر مسئلې ، ترکیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو او یو زیات شمیر نورو مهمو مسئلو د خبرو او غور کولو فرصت پيدا کړ."
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې پدې سرمشریزه کې مو د نوي ډول کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ګډه د حرکت کولو پر امکاناتو، د سوریې د بحران په حل لارو، ادلب ته د بشري مرستو رسولو په لارو چارو، کډوالو مسئلو، د لیبیا پر وروستيو پرمختګونو، د اروپايي ټولنې پر وضعیت او د ترکیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو خبرې او غور وکړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې لومړی دا سرمشریزه په استانبول کې د ترسره کیدو پلان نیول شوی وو خو د کرونا ویروس له امله د ویدیو کنفرانس له لارې ددې سرمشریزې د ترسره کولو تصمیم او پریکړه وشوه.