ترکي ځواکونو په ۱۷ ورځو کې ۱۷۰۹ تنه د اسد جنګیالي له منځه وړي
ترکیې په ادلب کې د روانو عملیاتو په لړ کې د اسد ځواکونو ته د اړولو تلفاتو ارقام خپاره کړل
1367964
د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د ادلب په سیمه کې په روانو عملیاتو کې د بشاراسد ځواکونو ته د اړولو ځاني او پوځي تلفاتو ارقام خپاره کړل.
د ترکیې وسله وال پوځ ویلي دي چې د سوریې په ادلب ولایت کې د روانو عملیاتو په لړ کې په تیرو ۱۷ ورځو کې ۱۷۰۹ تنه د اسد رژیم جنګیالي له منځه وړي دي.
همداشان پدې موده کې د اسد ځواکونو ۵۵ ټانکونه، ۳ چورلکې، ۱۸ زغروالې موټرې، ۲۹ اوبوس توپونه، ۲۱ عسکري موټرې، ۴ داشکې، ۶ د مهماتو ډیپوګان او ۷ د هاوان توپونه له منځه وړي.
همداشان په سیمه کې عملیات هم دوام لري. د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د اسد په ځواکونو د بریدونو تصویرونه او فلمونه هم خپاره کړي دي.