ناټو سازمان په ادلب کې په ترکي ځواکونو د برید له امله بیړنۍ غونډه کوي
د سوریې د ادلب په سیمه کې په ترکي ځواکونو د خونړي برید نه وروسته د ناټو سازمان بیړۍ غونډه کوي.
1368020
د ناټو سازمان ویلي دي چې د سوریې د ادلب په سیمه کې په ترکي ځواکونو د برید په اړه د ترکیې په غوښتنه بیړنۍ غونډه کوي.
د ویلو ده چې تیره شپه د سوریې د ادلب په سیمه کې د اسد رژیم د ترکیې په ځواکونو چې په سیمه کې د جګړې د مخنیوي او تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په موخه میشت شوي دي هوايي برید وکړ چې په نتیجه کې ۳۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ او ګن شمیر نور ټپيان شول.