په ادلب کې دوه تنه ترکي سرتیري شهیدان او دوه تنه نور ټپيان شول
د سوریې د ادلب په سیمه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو دوه تنه سرتیري شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د فبروري په ۲۶ مه نيټه د چار شنبې په ورځ د سوریې به ادلب سیمه کې دوه تنه سرتیري شهیدان او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ترکیې ملي دفاع وزارت د رسمي ټویټر پاڼې له لارې په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د اسد رژیم په ادلب ولایت کې د جګړو د مخنیوي او تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په موخه په میشتو ترکي ځواکونو هوايي برید کړی چې په نتیجه کې دوه تنه سرتیري په شهادت رسیدلي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ترکیې دفاعي ځواکونو د برید نه سمدلاسه وروسته په سیمه کې د اسد رژیم په موضع ګانو او مرکزونو ځوابي بریدونه کړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې " په سیمه کې د بیلابیلو سرچینو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ترکیې د دفاعي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د اسد رژیم اړوند د دافع هوا توغندیو یوه دستګاه، یو زي او ۲۳ ډوله ضد د الوتکو، یو ضد د ټانک ، درې ټانکونه، یو د مهماتو نه بار موټر او دوه بیلدوزونه له منځه وړل شوي ۳ ټانکونه نیول شوي او ۱۱۴ تنه د اسد عناصر له منځه وړل شوي دي.