ترکیې د خوجه لي قتل عام یو ځل بیا په کلکه توګه وغنده

ترکیې  د ۱۹۹۲ میلادي کال د فبروري په ۲۶ مه نیټه د ارمنیانو لخوا په اذربایجان کې ترسره شوی  د خوجه لي قتل عام  او د کلونو راهیسې  د ارمنستان لخوا د اذربایجان د خاورې  اشغال  په کلکو ټکو وغنده.

1366532
ترکیې د خوجه لي  قتل عام  یو ځل بیا په کلکه توګه وغنده

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د ۱۹۹۲ میلادي کال د فبروري په ۲۶ مه نیټه  د ارمنستان جمهوریت د ځواکونو لخوا د اذربایجان د خوجه لي په ښار کې ترسره شوي قتل عام ته  چې په نتیجه کې  د ۱۰۶ تنو ښځو، ۶۳ تنو ماشومانو او ۷۰ تنو سپین ږیرو په ګډون جمعآ ۶۱۳ تنه په ډیرې بې رحمۍ او وحشیانه توګه  په قتل رسول شوي وو یادونه شوې ده .

په بیان کې راغلي دي چې  ددې قتل عام پر مهال  تر زرو تنو ډیر د اذربایجان ترکان  د ارمني ځواکونو لخوا اسیر نیول شوي وو چې  برخلیک يي تر اوسه پورې معلوم شوی ندی.

په بیان کې زیاته شوې ده چې " پر ملکي وګړو ترسره شوي  ددې ضد انساني  بریدونو سربیره  د اذربایجان د خاورې د اشغال په نتیجه کې  تر یو میلیون تنو ډیر د اذربایجان ترکان  د خپلو کورونو  پریښودو ته اړ شوي او په خپل هیواد کې د ګډوالو په توګه په ژوند کوي. نن ورځ هم  د اذربایجان د خاورې شل سلنه د ارمنستان تر اشغال لاندې  ده. دا قتل عام  او د کلونو کلونو راهیسې د اذربایجان د خاورې روان اشغال  په کلکه توګه غندو.  د اذربایجان د ورور هیواد د ملت سره  ۲۸ کاله مخکې رامنځته شوي د خوجه لي د قتل عام له امله د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو او پدې غم کې ورسره ځان شریک بولو. پدې ضد انساني  ترایژیدۍ کې د وژل شوو کسانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او د اذربایجان ملت ته د صبر جمیل  غوښتنه کوو. "



اړوند خبرونه