اردوغان : زمونږ هدف د اذربایجان سره سوداګریزم حجم ۱۵ میلیاردو ډالرو ته لوړول دي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دم ګړۍ د ترکیې او اذربایجان ترمنځه سوداګریز حجم ۴ نیم میلیارده ډالره دی.
" اوس زمونږ تر ټولو ستر هدف سوداګریز حجم ۱۵ میلیاردو ډالرو ته لوړول دي. هغه هدف چې زمونږ لخوا مخکې ټاکل شوی وو."
د ترکیې او اذربایجان ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو شورا اتمه غونډه د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د ولسمشر اردوغان او کوربه هیواد ولسمشر الهام علیوف په ګډون جوړه شوه.
ولسمشر اردوغان د غونډې نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې " اوس زمونږ هدف موجود ۴ نیم میلیاردو ډالرو سوداګریز حجم ۱۵ میلیاردو ډالرو ته لوړول دي. پدې مسئله کې مې د خپل ورور عليوف سره تفاهم وکړ. پدې مسئله کې باید زمونږ اړوند وزیران د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي."
د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف بیا وویل چې د ترکیې او اذربایجان اړیکې د دوستۍ او ورورولۍ پر بڼسټ جوړې شوي دي. دا غونډه د دواړو هیوادونو د راتلوونکي له پلوه ځانګړی اهمیت لري.
همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځه لاسلیکیدونکي تړونونه به زمونږ اړیکې لا پسې قوي او غښتلې کړي.