ترکېې د ایران پر مخ خپلې خپلې ټولې سرحدۍ دروازې وتړلې.

ترکیې په ایران کې د کرونا ویروس د خوریدو له امله د نوموړي هیواد پر مخ خپلې سرحدي دروازې وتړلې

1364848
ترکېې د ایران پر مخ خپلې خپلې ټولې سرحدۍ دروازې وتړلې.

 

ایران ته د نوي ډول کرونا ویروس د خوریدو او پدې هیواد کې  د کرونا ویروس له امله د ګن شمیر کسانو د وژل کیدو نه وروسته  ترکیې  د تدابیرو په چوکاټ کې د ایران پر مخ خپلې ټولې سرحدي دروازې وتړلې.

ترکیه د مځکې له لارې ایرانیانو او نورو بهرنیانو ته د راننوتو اجازه نه ورکوي.

همداشان  ترکیه  د تیرې شپې د ۸ بجو نه په اعتبار سره  د ایران نه ترکیې ته په الوتنو بندیز ولګو. هغه بهرني وګړي چې د ایران له ترکیې ته راځي هم  ترکیې ته ورته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.

 د ترکیې نه ایران ته د ایراني وګړو په تګ کوم بندیز شتون نلري. په ترکیه کې میشت ایرانیان کولی شي چې پرته د کومې ستونزې ایران ته لاړ شي.

د ویلو ده چې  د کرونا ویروس پر وړاندې د تدابیرو په چوکاټ کې عراق او افغانستان هم  د ایران پر مخ خپلې سرحدي دروازې وتړلې.



اړوند خبرونه