ټرمپ د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د سوریې د ادلب په مسئله کې د مننه وکړه.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د تیرې خالي په ورځ د ولسمشر اردوغان سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
ټرمپ پدې ټیلیفوني خبرو کې د ولسمشر اردوغان نه د سوریې د ادلب په سیمه کې د د انساني فلاکت او تراژیدۍ د مخنیوي په خاطر د ترکیې د روانو هلو ځلو له امله مننه وکړه.
د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال جود دیري ولسمشر ټرمپ د سوریې د ادلب په سیمه کې د روانو بریدونو او تاوتریخوالي په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده او اسد د رژیم نه د روسیې د ملاتړ د پایته رسولو او د سوریې دا کورنۍ ستونزه د سیاسي حل لارې څخه د حل غوښتنه کړې ده .
همداشان د امریکا او ترکیې ولسمشرانو د لیبیا په روان وضعیت او حالاتو هم خبرې کړي دي. ټرمپ ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په لیبیا کې د بهرنیو ځواکونو مداخله ددې هیواد روان وضعیت د ناڅرګندۍ پر لورې بیايي او ستونزې لا پسې ډیروي.