د ترکیې د دفاع وزیر : ناټو باید د سوریې په مسئله کې د ترکیې نه غوڅ ملاتړ وکړي
اکار د اسوشیتید پرس خبري اژانس سره د ادلب د پرمختګونو په اړه مرکه وکړه.
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د ناټو په سارمان د سوریې په ادلب سیمه کې د رژیم د بریدونو په مقابل کې د ترکیې نه د غوڅ ملاتړ کولو غوښتنه کوه.
اکار د اسوشیتید پرس خبري اژانس سره د ادلب د پرمختګونو په اړه مرکه وکړه.
اکار پدې مرکه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو ته يي د اسد د رژیم لخوا په ادلب کې د ترکیې د څار په نقطو د برید په مقابل کې د ډیر سخت ځواب ورکولو امر کړی دی.
هغه وویل ترکیه په سیمه کې د هر ډول برید ځواب په ډیره سخته توګه ورکولو ته چمتو ده. مونږ. په کراتو ویلي دي چې خپل ځواکونه په ادلب کې د جوړو کړو څار مرکزونو نه وباسو. هغوې به هلته خپلې دندې ته دوام وکړي.
اکار وویل چې ترکیه په ادلب کې ۱۲ د څار مرکزونه او نقطې لري او د هیڅ کومې نقطې نه څواکونه ویستي ندي.
د ترکیې وسله والو ځواکونو ته د اسد د رژیم د هر ډول برید په مقابل کې د لا سخت ځواب ورکولو امر شوی دی. هغه وویل چې د روسیې نه يي د سوچي د هوکړه لیک د عملي کولو او د رژیم ځواکونه د ام ۵ لویې لارې نه د په شا کولو غوښتنه کړې ده.
مونږ دې غوښتنې ته دوام ورکوو. اسد رژیم باید ددې سیمې نه په شا شي.
د روسیې نه زمونږ غوښتنه د اسد د رژیم د روانو بریدونو هر څه ژر درول، د اوربند عملي کول او انسانانو ته خپل کور او کلو ته د ستنولو اجازه ورکول دي.
په ادلب کې د ترکیې د موجودیت یواځنی هدف د سوچي د هوکړه لیک ملاتړ او د کډوالۍ د سترې څپې مخنیوی دی.