د دیني شورا غونډې ته د ولسمشر اردوغان مهمه وینا

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د لویدیځو سرچینو پر بڼسټ ولاړو تباه کوونکو پروژو ته د میدان د نه پریښودو په خاطر باید اسلام دین د صحي موخذونو او سرچینو نه زده کړی شي.

1314519
د دیني شورا غونډې ته د ولسمشر اردوغان مهمه وینا

 

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې په انقره کې  د دیني شورا د غونډې په اختتامیه مراسمو کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې " یو مسلمان  باید دین  د خپل ژوند  په مطابق  جوړ نکړي  بلکې  خپل ژوند د دین  په مطابق  جوړ کړي. ځان  د دین په قالب کې برابر کړي."

ولسمشر اردوغان خبرداری ورکړ که چیرې  یو انسان د خپلې عقیدې  سره سم  ژوند ونکړي ، یو څه موده وروسته  لکه څرنګه چې ژوند کوي هغه ډول  باور  کول  پیلوي.

که چیرې  دین  د یو انسان د ژوند په هره برخه کې نفوذ ونکړي د وخت په تیریدو سره  هغه خپلو اشتباهاتو ته  د دین په سترګه کتل پیلوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  نن ورځ  د مذاهبو  ترمنځه  دومره تفرقه  رامنځته کړې شوې ده چې  د چا خبره  شیعه او سني مذاهبو ته   د دوو جلا جلا دینونو په توګه  انعکاس ورکول کیږي.

هغه وویل چې  پدې وروستیو په لویدیځ کې  جوړې شوې ځینې پروژې  لکه  بې علي  شیعه لیک  زمونږ  هیواد ته د صادرولو  هڅې دوام لري. زمونږ د ټولنې لپاره  ډول ډول  سناریوګانې  لیکل کیږي.

ولسمشر اردوغان وویل  که چیرې  زمونږ دیني  عالمان  او ملاامامان خپلې دندې په واقعي ډول  سره  او لکه څرنګه چې  لازمه  ده  ترسره نکړي د هغوې تشې  په پنسلوانیا کې  د میشتو  دیني  تجارانو  لخوا ډکیږي  . که چیرې  د انسانانو او په ځانګړې توګه  د ځوانانو دیني  تنده  د صحي  سرچینو سره رفع نکړو  د فتح الله ګولن او داعش  په څیر  د لویدیځ لخوا پر مونږ راتپل شوو دام ته به وغورځیږي. په پنسلوانیا کې میشت فتح  الله  د لویدیځ  یوه ښکاره پروژه ده. لویدیځ وغوښتل چې خپله دا پروژه د ترکیې پر سر امتحان کړي.

ولسمشر اردوغان په اسلامي علماو غږ وکړ " پداسې یو حساس وخت کې چې  په نړۍ کې د اسلام دښمني  او نیونازي ترهګري  اوج ته رسیدلې ده  تاسې باید په لویديځ کې زمونږ مسلمان  ځوانان  یواځې  پرینږدۍ  او د صحي دیني معلوماتو نه يي محروم نکړۍ. زمونږ  دا ورورنه  د معتدله  اسلام په نامه  د امپریالستو  د پروژو  د منګولو نه وژغورئ"

ولسمشر اردوغان  د خپلې وینا په پای کې وویل چې غواړو استانبول  د  علم  په مرکز  بدل کړو  او دلته  په نړۍواله کچه  د اسلامي علومو  پوهنتون جوړ کړو. یو داسې پوهنتون چې  د اسلامي علومو په برخه کې موخذ  وي.

 



اړوند خبرونه