د ترکیې  ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

د ترکیې د ملي امنیت شورا غونډه وکړه

1313127
د ترکیې  ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

 

په غونډه کې د ترکیې لخوا د سوریې په شمال کې د فرات سیند ختیځو برخو کې پیل شوي  د سولې چینې عملیات خپلې اصلي موخې ته د رسیدو پورې  د دوام  پریکړه وشوه.

د ترکیې ملي شورا  د پرونۍ  غونډې نه وروسته  اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې راغلي دي د ترکیې د ملي یووالي، ورورولۍ او بقاء تهدیدونکو  د پ ک ک – پ وای ډي – وای پ جي – فتو او داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف د هیواد دننه او بهر د روانو عملیاتو او مبارزې په اړه  ملي امنیت شورا ته معلومات ورکړل شول.

همداشان پدې غونډه کې  ددې عملیاتو په اړه چې په ډیر بریالیتوب سره  پرمخ روان دي  په هر اړخیزه توګه  غور او بحث وشو.

" په سیمه کې د سولې او استقرار د ټینګښت سره  مرسته کوونکي  د سولې چینې عملیات ، خپلې  موخې ته  د رسیدو پورې او د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته د هر ډول  زیان اوښتو د مخنیوي په خاطر  د جدي تدابیرو نیولو  ټینګار وشو. "

په اعلامیه کې  د قبرس او ختيځې مدیترانې  مسئلو ته هم  ځای ورکړ شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې  په غونډه کې  د قبرس او ختیځې مدیترانې په ګډون  په رامنځته شوو سیمه ایزو او نړۍوال مسئلو بحث او غور وشو او د بهرنیو سفرونو په اړه هم  ملي امنیت شورا ته  پوره معلومات وړاندې شول.

په اعلامیه کې  د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو په اړه  ویل شوي دي چې  " د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو اړوند  د تاریخي  او حقوقي  بڼسټونو نه محروم  هر ډول  پریکړې  په کلکه توګه غندو. "



اړوند خبرونه