د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن  د یو یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته تللی دی.

ولسمشر اردوغان قطر ته تللی دی

1312217
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن  د یو یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته تللی دی.

 

ولسمشر اردوغان  د ترکیې او قطر ترمنځه د استراتیژیکو همکاریو د عالي کمیټې په پنځمه غونډه کې د ګډون په موخه  نن  قطر ته لاړ.

په قطر کې د ولسمشر اردوغان نه د ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو.

وروسته  ولسمشر اردوغان د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره  دوه په دوه لیدنه وکړه.

د لیدنې نه وروسته  د دواړو هیوادونو ترمنځه  د د ستراتیژیکو همکاریو د عالي کمیټې د غونډې په چوکاټ کې  ځینې تړونونه لاسلیک شول.

تړونونه  د ولسمشر اردوغان او قطر د امیر شیخ تمیم  په حضور کې لاسلیک کړې شول.



اړوند خبرونه