ولسمشر اردوغان د اف ۳۵ الوتکو په مسئله کې امریکا ته خبرداری ورکړ

ولسمشر اردوغان : د امریکا لخوا د اف ۳۵ ډوله الوتکو په اړه د روان دریځ او سیاستونو د دوام په صورت کې ترکیه مجبوره ده چې بدیلي لارې ولټوي

1308944
ولسمشر اردوغان د اف ۳۵ الوتکو په مسئله کې امریکا ته خبرداری ورکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  چې  د  امریکا متحده ایالتونو لخوا  د اف ۳۵ ډوله الوتکو په اړوند د موجود  دریځ لا ینحله  سیاستونو  د دوام په صورت کې ترکیه مجبوره ده چې  د بدیلو لارو په لټولو پیل وکړي.

د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې  په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غوندې ته وکړې.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې امریکا ته د خپل وروستي سفر او د نوموړي هیواد د ولسمشر ډوڼلډ ټرمپ سره  د مخامخ لیدنې په اړه وویل "  ددې سفر او مخامخ لیدونو کې  د ترکیې او امریکا ترمنځه موجودې یو زیات شمیر ستونزې د ریښې نه حل نشوې خو دا خبره مو ټولې نړۍ ته ښکاره کړه چې ترکیه هیڅکه هم اجازه نه ورکوي چې دا مسئله زمونږ  زمونږ  اړیکې  اسیر ونیسي."

ولسمشر اردوغان زیاته کړه " امریکايي مقاماتو ته مو په ښکاره توګه وویل که چیرې امریکا  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو په اړه خپل موجود دریځ او سیاستونو ته دوام ورکړي  ترکیه  مجبوره ده  چې د خپلو اړتیا د پوره کولو په خاطر د بدیلو لارو په لټولو پیل وکړي."

ولسمشر اردوغان وویل  هغه برخې چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې او څانګو نه يي  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزه کوونکې  یوې ډلې په توګه یادوي  همدا برخې  ددې ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوو د ملکي وګړو په عام وژنو د پردو غوړولو هڅه کیږي.

ولسمشر اردوغان د سوریې په شمال کې د سولې چینې پوځي عملیاتو په اړه وویل چې ، ددې عملیاتو په لړ کې  د ترهګرو نه د تصفیه شوو  کلو شمیره  د ۶۰۰ نه اوښتې ده. همداشان  د سولې چینې د عملیاتو په لړ کې د وژل شوو ترهګرو شمیره  ۱۲۰۰ تنو ته نږدې شوې ده .

ولسمشر اردوغان وویل " زمونږ د هیواد پر خلاف  د  ترهګرۍ د موجودو ټولو  تهدیدونو  د برطرفولو پورې به  د ترهګرۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړو."

هغه زیاته کړه چې  امریکا  او روسیې  د ترکیې سره د کړو ژمنو  او لاسلیک کړو هوکړه لیکونو  سره سم  د ټاکل شوو سیمو نه  د ترهګرو په ویستو کې پاتې راغلي دي. دوې د ترهګرو د ویستو اړوند خپلې ژمنې په کامله توګه عملي کړي ندي.



اړوند خبرونه