ولسمشر اردوغان نن امریکا ته ځي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رسمي بلنه  نن نوموړي هیواد ته سفر کوي.

1304537
ولسمشر اردوغان نن امریکا ته ځي

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان د ټرمپ په بلنه  د نوامبر په ۱۲ او ۱۳ مو نيټو  امریکا ته رسمي سفر کوي.

ولسمشر اردوغان به  د ددې سفر په چوکاټ کې  د ولسمشر ټرمپ سره  دوه په دوه لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو د هئیتانو ترمنځه د لیدنې  مشري وکړي.

پدې لیدونو کې به  د ترکیې او امریکا ترمنځه  په اړیکو د ټولو  ابعادو سره  خبرې وشي.

ددې سفر په ترڅ کې به  د دواړو هیوادونو مشران  د سوریې ، سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو په اړه سلا مشورې وکړي  او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په د همکاریو  د کچې د لا لوړولو  او ددې همکارۍ د لا قوي کولو په خاطر په اوچتیدونکو ګامونو به خبرې وکړي.

ولسمشر اردوغان به امریکا ته د خپل سفر په چوکاټ کې  د امریکا  د سوداګریزو خونو په کوربه توب په جوړیدونکي  د سوداګرو غونډه کې به ګډون وکړي او سوداګرو ته به وینا وکړي.

ولسمشر اردوغان به په ماریلنډ ایالت کې د ترکېې د دینې  چارو د مرکز نه لیدنه وکړي او په نوموړي هیواد کې  میشتو ترکانو ، ترک تباره امریکایانو  او اسلامي ټولنو استازي  حضور ته ومني.



اړوند خبرونه