ولسمشر اردوغان د ټولو هیوادوالو نه د ملاتړ غوښتنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د زرغونې او آبادې یوې ترکیې لپاره ۱۱ میلیونه نیالګيو د کینولو په برخه کې د هیوادوالو نه د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه.
1303810
ولسمشر اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د نوامبر ۱۱ مه په هیواد کې د نیالګیو کینولو د ملي ورځې د لمانځنو په چوکاټ کې به د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو او ۱۱ دقیقو د هیواد په ۸۱ ولایتونو کې په ټاکل شوو ۲۰۲۳ نقطو کې ۱۱ میلیونه نیالګي کینول شي.
ولسمشر اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
" د ونو او ځنګلونو سره مینه او محبت او اولادونو ته مو د یوې لا زرغونې ترکیې په میراث کې د پریښودو په خاطر د ټولو هیوادوالو نه د ډیر قوي ملاتړ تمه کوو. "