ترکیې نیولي داعش ترهګر خپلو هیوادونو ته د لیږولو لړۍ رسمآ پیل کړه.
ترکیې لومړنی بهرنی داعشي ترهګر ډیپورټ کړ
1303972
ترکیې نیولي داعش ترهګر خپلو هیوادونو ته د لیږولو لړۍ رسمآ پیل کړه.
د ترکېې د کورنیو چارو د وزارت ویاند چاتاکلي وویل چې ترکیې د امریکا متحده ایالتونو وګړی یو تن داعشي ترهګر ډیپورټ کړ.
هغه ویلي دي چې نوموړی په ترکیه کې د تحقیقاتو او قانوني مراحلو د پلي کیدو نه وروسته د ترکیې نه ډیپورټ کړی شو.
ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویل یو څه موده مخکې ویلي وو چې ترکیه د داعش ترهګرو هوټل ندی چې دلته به ساتل کیږي.
هغه ویلي وو که هر څومره د هغوې هیوادونه ددوی تابعیت لغوه هم کړي ترکیه به هر نیول شوی ترهګر خپل خپل هیواد ته ډیپورټ کړي.