ولسمشر اردوغان هنګري ته سفر وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هنګري ته سفر نه مخکې  د انقرې د ایسن بوغا په هوايي ډګر کې خبریالانو ته  معلومات ورکړل.

1301918
ولسمشر اردوغان هنګري ته سفر وکړ

 

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکیې او هنګري ترمنځه به د ستراتیژیکو همکاریو د پرمختګ  په لاره کې  لازمو  ګامونو  په اوچتولو  غور وکړو. همداشان  د ترکیې او هنګري  ترمنځه به د وچې لارې د ټرانسپورت نه نیولې تر ټولنیزو خدماتو او فضايي چارو  پورې په یو زیات شمیر برخو کې  لس جلا جلا تړونونه لاسلیک شي. همداشان د یو ګردي میز  د غونډې مشري به  وکړو.

ولسمشر اردوغان  دلته په خپله وینا کې په سوریه کې د سولې چینې عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې  دې عملیاتو زمونږ د هیواد  د حقیقي دوستانو  د ښکاره کولو په برخه کې ډیر مهم  رول  لوبولی دی. د ټولو دوستو هیوادونو نه  مننه کوم. همداشان  هغه هیوادونه چې د ترکیې سره د خپلو اړیکو په بیه  د ترهګرو نه  حمایت کوي  او د کرايي قاتلینو سره  لاس په لاس ګډ حرکت کوي  مونږ  دا نه هیرو. زمونږ  هیواد  د سولې چینې د عملیاتو سره  د هغوې  ۸ کلن  چټل  پلانونه یواځې  په ۸ او ۹ ورځو کې  دړې وړې کړل.

همداشان ولسمشر اردوغان  د ترکیې  د سپورت د لوبغاړو سره  د بد چلند  او پریکړو په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود او ددینه يي د سیاسي  پریکړو په توګه یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د سولې چینې د عملیاتو نه راپدیخوا  زمونږ د لوبغاړو او هغه بهرنیو لوبغاړو په اړه  چې  زمونږ په لوبډلو کې  لوبه کوي  یو ډول دښمني  پیل شوې ده . نن ورځ  اویفا زمونږ  لوبغاړو ته  چې  د ګول د اچولو نه وروسته د ډیرې خوښۍ او زمونږ د وسله وال پوځ نه د ملاتړ  د ښودو په خاطر  د عسکر سلام اچولی  او ددې سلام  له امله يي ددې پر خلاف  د دسپلین څیړنې  پیل کړي دي.

مونږ  د ترکیې  په توګه  د خپل ملي لوبډلې  او خصوصي  لوبډلو پر خلاف غوره کړی چلند  او دريځ  یو سیاسي  دریځ  بولم  او دا دریځ په کلکه توګه ردوم.

که چیرې  دوي  سیاست او سپورت  سره  په یو بل کې ګډ کړي  دا د منلو وړ مسئله نده.

په اویفا  غږ کوو چې هر څه ژر  د خپلې دې پریکړې نه منصرف شي .

کله چې مسئله  د ترکیې د سپورت د لوبغاړو راشي  مسئله بدلیږي. هغوې باید دا مسئله لا زیاته  سیاسي  نکړي. د ترکیې د لوبغاړو سره  دا دوه ګونۍ  معیار  د منلو وړ ندی.

ولسمشر اردوغان امریکا ته د خپل سفر په اړه هم  پوښتنې ځواب کړي دي.

هغه وویل چې  امریکا ته مو د خپل سفر د لغوه کولو او یا نه لغوه کولو په اړه  په هر اړخیزه توګه په خپل منځ کې  سلامشورې وکړې. تیره شپه مو  د ټرمپ سره د ټيلیفوني خبرو نه وروسته  امریکا ته سفر تصمیم  ونیولو.

یو شی غواړم چې  ترینه یادونه وکړم  په سیاست  کې  تر ټولو مهم  شی  سلا مشوره ده.

ولسمشر اردوغان وویل  چې  نن ورځ هم  د امن د سیمې لپاره په ټاکل شوې سیمه کې  ترهګر  شتون لري. هغه برخو چې زمونږ  سره  د ۱۲۰ ساعتونو په دننه کې د سیمې نه د ترهګرو د ویستو په خاطر ژمنه کړې وه  دا کار يي ندی کړی. ترهګر په کامله توګه  وتلي ندي.

اوس مهال هم  ترهګر  د سوریې د ملي اردو په ځواکونو بریدونه کوي او د سوریې ملي ځواکونه هم  بیرته هغوې ته ځواب ورکوي.

همدا نن سهار  د سوریې په ملي اردو سرتیرو د برید سره  ۱۱ تنه  سرتیري په شهادت رسیدلي دي. د مقابل لوري نه هم  بیا ددینه لا زیات  وژل شوي دي.

ولسمشر اردوغان  وروسته  هنګري ته  سفر وکړ.

د هغه سره پدې سفر کړې  د هغه میرمن، د کورنۍ کار او ټولنیزو خدماتو وزیره زهره زومروت سلجوق، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر جاهد تورخان، د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی وارنک، د سوداګرۍ وزیره رخسار پیک جان، د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی، د عدالت او پراختیا د ګوند د عمومي مشر مرستیال جودت یلمز، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  ابراهیم قالن هم  ملګرتیا کوي.



اړوند خبرونه