ولسمشر اردوغان د قطر لومړي وزیر سره ولیدل
د قطر لومړی وزیر انقرې ته راغلی
1297605
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د قطر لومړی وزیر شیخ عبدالله بن ناصر بن الخلیفه ال ثاني سره په انقره کې لیدنه وکړه.
دا لیدنه چې په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شوه ۳۵ دقیقې دوام وکړ.
پدې لیدنه کې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای، د چاپیریال او ښارجوړونې وزیر مراد کوروم، کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو او سوداګرۍ وزیرې رخسار پیکجان هم ګډون کړی وو.
لیدنه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو ترشا ترلاسره شوه.