د ۲۰۱۹ کال د جنوري او سپټمبر د میاشتو ترمنځه د ګرځندوی د سکتور نه د ترکیې عواید اعلان شول

ترکیې د روان کال په لومړنیو ۹ میاشتو کې د ۴۱ عشاریه ۶ میلیونه تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی

1297882
د ۲۰۱۹ کال د جنوري او سپټمبر د میاشتو ترمنځه د ګرځندوی د سکتور نه د ترکیې عواید اعلان شول

ترکیې  د روان میلادي کال  په لومړنیو ۹ میاشتو کې  د ۴۱ عشاریه ۶ میلیونو تنو سیلانیانو کوربه توب کړی دی  او د ګرځندوی د سکتور نه يي ۲۶ عشاریه ۶۳ میلیارده ډالره  عواید ترلاسه کړي دي.

د ترکیې د کولتور او ګرځندوی  وزارت  ویلي دي چې  ترکیه د ګرځندوی په برخه کې د  ۲۰۲۳ کال  ټاکلي هدف  یعنې ۷۵ میلیونو تنو ګرځندویانو ته  ګام په ګام نږدې کیږي.

د ترکیې د ګرځندوی د وزارت او احصایې د ادارې د شمیرو له مخې  ترکیې د روان میلادي کال په لومړنیو ۹ میاشتو کې  د ۴۱ میلیونه ۵۶۴ زره او ۵۳۶ تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی.

ددې شمیرو له مخې  د ۲۰۱۹ کال د جنوري او سپټمبر د میاشتو ترمنځه  ترکیې ته د ۲۰۱۸ کال  همدې میاشتو په پرتله  ۱۴ عشاریه ۵۰ سلنه لا زیات ګرځندویان راغلي دي. پدې موده کې یواځې  ۳۶ میلیونه ۴۲۸ زره او ۲۱۲ تنه بهرني سیلانیان ترکیې ته راغلي دي.

همداشان  پدې موده کې  ترکېې ته  ۵ میلیونه ۱۳۶ زره او ۳۲۴ تنه په بهر کې میشت ترکان د رخصتیو د تیرولو په خاطر راغلي دي.

ویل کیږي  یواځې  د روان کال په دریمه ربع کې د ګرځندوی د سکتور نه ۱۴ میلیارده ډالره  عوایدو ترلاسه شوي دي. د روان کال  د جنوري او سپټمبر د میاشتو ترمنځه به جمعآ ۲۶ میلیارده ۶۳۴ میلیونه او ۷۶۴ زره ډالره  عواید ترلاسه شوي دي.

پدې موده کې  د هر تن ګرځندوی مصرف په اوسط ډول  ۶۴۹ امریکايي ډالره ټاکل شوی دی.

د ویلو ده چې پدې موده کې ترکیې ته تر ټولو ډیر  په لومړي کتار کې د روسیې  ګرځندویان راغلي دي. په دویم کتار کې جرمني او په دریم کتار کې بیا  انګلستان وګړي  شتون لري.

همداشان  بلغاریا  په څلورم او ایران بیا په پنځم  کتار  کې ځای نیولی دی.


پيوندونه: #ګرځندوی , #ترکیه

اړوند خبرونه