ولسمشر اردوغان د فرانسوي لي پوینټ مجلې د نشرانو د مشر پر خلاف اقامه د دعوا وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د لي پوینټ مجلې د نشراتو د رئیس اتین ژرنل او لیکوال رومن ګابرت پر خلاف اقامه د دعوا وکړه.
د ولسمشر اردوغان د مدافع وکیل حسین ایدن د انقرې لوی څارنوالۍ ته د ۱۱ پانیزې عریضې په وړاندې کولو سره د نوموړې مجلې پر خلاف چې د اکتوبر په ۲۴ مه نيټه د مجلې په پوخ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د انځورو په کارولو او هغه ته د سپکاوي کولو له امله اقامه د دعوا وکړه.
هغه په عریضه کې لیکلي دي چې د ترکیې د ۵۲۳۷ شمیرې جزا قانون د ۲۹۹ مادې له مخې ولسمشر ته سپکاوی جرم بلل کیږي او دې کسانو دا جرم ترسره کړی دی. د همدې امله ددې خبرې په اړه تحقیقات او عدلي چارې د ترکیې عدلي او حقوقي مقاماتو صلاحیت او دنده ده.
همداشان په عریضه دې خبرې ته په اشارې سره ویل شوي دي چې دداسو دعواګانو په اړه د قضايي ارګانونو تیرو حکمونو ته په کتو سره د نوموړو مظنونینو له خوا شوي څرګندونې د فکر او بیان د ازادۍ د چوکاټ نه بهر او د سیاسي بحثونو په منځ کې د فکر د بیان په توګه ارزول ناممکنه دي.
مظنونینو هر یو ارتین ژرنل او رومن ګابرت په خپله لیکنه کې په قصدي ډول د ولسمشر اردوغان عزت، شرف او محبوبیت ته ضرر رسوونکې جملې کارولي چې د همدې امله د هغوې پر خلاف عامه دعوا د پرانیستو غوښتنه کوو.