اردوغان : د کوردانو سره هیڅډول ستونزه نلرو زمونږ ستونزه د ترهګرو سره ده
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ د کوردانو دښمن نه یو، زمونږ اصلي ستونزه د ترهګرو سره دی.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې له بده مرغه چې نن ورځ جرمني، فرانسه او امریکا د ترهګري سازمان د مشرانو سره چې د ترکېې لخوا هر څه ژر د نیولو حکم صادر شوی دی لیدنې کوي. امریکا باید د مظلوم په نامه مشهور دا لوی ترهګر چې د نیولو حکم يي صادر شوی دی ترکیې ته تسلیم کړي.
ولسمشر اردوغان په پدې مرکه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې د پيل کړو سولې چینې پوځي عملیاتو چې وروسته يي ودرول په اړه هم په هر اړخیزه توګه معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه په سوریه کې د فرات سیند په ختیځو برخو کې ډیرې زیاتې چینې موجودې دي چې د همدې امله مونږ پدې سیمه کې پر خپلو پوځي عملیاتو د سولې د چینې نوم کیښود.
هغه وویل چې « مونږ د کورانو دښمن نه یو. زمونږ ستونزه د ترهګرو سره ده. مونږ سیمې نه د بیاجوړونې په خاطر راغلي یو د ورانولو او ویجاړولو په خاطر نه یو راغلي. »
ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې د عملیاتو په سیمه کې د عین العرب سیمه هم شامله ده او که نه؟ داسې وویل. دا مسئله په سیمه کې د پرمختګونو په اړه تعلق لري. د سیمې پرمختګونو ته په کتو سره به پدې اړه خپل نهايي تصمیم ونیسو.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ناټو په سازمان کې د ترکیې نږدې متفق هیواد امریکا په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو سره څه باندې ۳۰ زره ټیلره د وسلو او مهماتو مرسته کړې ده .
په سوریه کې باید ددې ترهګرې ډلې نه په ګړندي توګه ټولې درندې وسلې راټولې شي او یا باید ددې خبرې تصفیه ترکیې ته وسپارل شي. دا چې مونږ ددوې د ناټو مهم متفق او متحد یو دا وسلې دې مونږ راکړي.
ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره د اړیکو په اړه وویل چې ډیرې قوي او نږدې اړیکي لرو او د نوامبر په ۱۳ مه نیټه به د ټرمپ په بلنه امریکا ته سفر وکړم.