په ملګروملتونو کې د ترکیې استازي پر ترکیې لګیدولو تورونو ته ځواب ووایه

په ملګروملتونو سازمان کې  د ترکیې دایمې  استازي  فریدون سینیرلی اوغلو د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې  پر ترکیې لګیدولو  بې بڼسټه  تورونو ته  ځواب ووایه.

1294569
په ملګروملتونو کې د ترکیې استازي پر ترکیې لګیدولو تورونو ته ځواب ووایه

 

هغه  د سوریې په شمال کې  د فرات سیند ختیځو برخو کې د پ ک ک / وای پ جي/ پ وای ډي او  داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  د ترکیې  د پوځي عملیاتو  د اصلي لامل  په اړه  معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  دا عملیات  په سیمه کې یواځې او یواځې د پ ک ک / پ وای ډي / وای پ جي  او داعش ترهګرو ډلو پر خلاف  ترسره شوي د ترکیې د پولو نه  پورې غاړه  محدود عملیات ول. ددې عملیاتو موخه  لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه نده  د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزه ده.

هغه وویل « هر هغه څوک چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د ترکیې ددې مبارزې نه  د یرغل  په توګه  یادونه کوي  په ډیره  کلکه توګه يي غندم.»

سینیرلي اوغلو  د هغه ادعاګانو په اړه چې ګواکې  د سوریې ملي اردو چې  د ترکیې او امریکا ملاتړ تر شا لري  په سیمه کې په ناحقه توګه پر ملکي وګړو بریدونه کړي  په سخت غبرګون وښود.

« د نړۍوالو حقوقو نه د هر ډول سرغړونو  په اړه باید  سمدلاسه تحقیقات پیل شي.پدې تحقیقاتو کې باید د امریکا او نورو دوست هیوادونو  عملیات هم  باید شامل کړی شي.»

هغه وویل چې ترکیه  دا  ناحقه او بې بنیاده  تورونه  او ادعاګانې په ډیره کلکه توګه غندي. په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو او سوریې د ملي اردو د ځواکونو کړنې  او هر څه په ډاګه دي. دا چې څوک  درواغ وايي او څوک  رښتیا ددې قضاوت دې نړۍ پخپله وکړي.

سینیرلي  اوغلو هغه اروپايي هیوادونو ته  چې  په سوریه کې د امن سیمې سره  سخت مخالفت هم  ځواب ووایه.

دا هیوادونه چې نن  په سوریه کې د امن سیمې سره مخالفت کوي  د کډوالو په مقابل کې  خپلې دروازې ډیرې سختې تړلي  او په پولو کې  اغزن مزلي  چاپیر کړي دي. ددوې  لخوا په پولو کې د کډوالو سره  شوې معامله او چلند  ټولې نړۍ ته  معلوم  دی.

همداشان همدا هیوادونو  تر پرونه پورې  هیوادونو د پولو نه بهر  د کډوالو د کمپ د جوړولو غوښتنه کوله . پدې اړه يي  په ۲۰۱۶ کال کې د ترکیې سره  د کدوالو په تړون کې ځینې ژمنې کړې وې چې تر ننه پورې دا ژمنې ندي عملي کړي.تمه کوو چې هر څه ژر په خپلو کړو .



اړوند خبرونه