د ترکیې او امریکا ترمنځه د شوي توافق په اړه مثبت غبرګونونه دوام لري.
د ملګروملتونو سرمنشي : د ترکیې او امریکا ترمنځه د شوي توافق نه هر کلی کوو
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس د ترکیې او امریکا ترمنځه د سوریې د شمال په اړه د شوي توافق په اړه ویلي دي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب په خاطر د هر ډول هلو ځلو نه هر کلی کوو.
د شمالي قبرس ترکي جمهوریت لومړي وزیر ایرسین تاتار بیا ویلي دي چې « پدې پوره باور لرو چې دې نقطې ته د ترکیې د عظیمې او کلکې ارادې په نتیجه کې رارسیدلي یو. زمونږ یواځنۍ هیله سیمه د ترهګرو سازمانونو نه تصفیه کیدل او په ترکیه کې د امن فضا رامنځته کیدل دي. »
همداشان د شمالي قبرس ترکي جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر قدرت اوزر سای بیا د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ترکیې عظیمې او قوي ارادې بالاخره نتیجه ورکړه. په سیمه کې د قوي دریځ له برکته سوله حاکمه شوه. انشاالله چې ددینه وروسته په ټولو ژمنو عمل وشي.
همداشان د امریکا جمهوریت پلوي سناتور جیمز ریچ د ترکیې او امریکا ترمنځه د شوي توافق نه د ټولو خواوو لپاره د خوښۍ نه ډک یو توافق په توګه یادونه کړې ده او ویلي دي چې هره خوا باید خوښ شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو بیا ویلي دي چې پرون د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په مشرۍ امریکايي هيئت په انقره کې د غونډو نه وروسته د سوریې په شمال کې د سولې چینې پوځي عملیات د ۱۲۰ ساعتونو یا پنځو ورځو لپاره ودرول شول.