ولسمشر اردوغان د قاشقچي د جنایت په اړه واشنګټن پوست ته مقاله لیکلې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا  د واشنګټن پوست ورځپاڼې ته  د سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت اړوند  مقاله لیکلې ده.

1278595
ولسمشر اردوغان د قاشقچي د جنایت په اړه واشنګټن پوست ته مقاله لیکلې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا  د واشنګټن پوست ورځپاڼې ته  د سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت اړوند  مقاله لیکلې ده.

ولسمشر اردوغان پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې  ترکیه ددې جنایت د روښانولو  پورې به  خپلو هلو ځلو ته دوام وکړي.

ولسمشر اردوغان لیکلي دي « د قاشقچي جنایت  د بشري او انساني اړخ سربیره  د ډیپلوماتیک  مصئونیت  د استثمارولو له پلوه هم  د اندیښنې  وړ مسئله ده. مونږ پدې باور یو چې د قاشقچي د جنایت لپاره عدالت  یواځې  د ملي او نړۍوالو محکمو  لخوا تامین کیدای شي. »

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې د قاشقچي د جنایت  په اړه د محاکمې  بهیر  د هر ډول  شفافیت  او روڼتیا نه  لرې  دی. ځکه چې  ددې محاکمې  جلسې  د بندو دروازو  تر شا ترسره شوي دي  او  مظنونین  په غیرې رسمي توګه  د خوشې کولو  ادعا  شتون لري.

لکه  څرنګه چې  د قاشقچي د جنایت په اړه د محاکمې  بهیر  د نړۍوالې ټولنې  انتظارات او توقعات  په اوبو لاهو کړي دي  همداشان  د سعودي عربستان  په تصویر هم  لکې  پورې کوي. د سعودي عربستان د یو ښه دوست  او متفق په توګه هیڅکله هم  نه غواړو چې ددې هیواد په تصویر لکه پورې شي.

د ترکیې  په توګه  د قاشقچي د جنایت  د روښانونو  پورې  ددې مسئلې د تعقیبولو  ژمنه کوو.

ځکه چې  دا ډول  یو  جرم په نړۍ کې یو ځل بیا نه تکرارید  هم  د ترکیې او هم  د ټول  بشریت په ګټه  یو کار دی. ځکه چې مجرمین د خپلو اعمالو په سزا رسولو  تر ټولو ښه او اسانه لار  د عدالت تامین  دی. پدې لاره کې به مونږ خپلې مبارزې ته دوام  ورکړو.ځکه چې  پدې برخه کې مونږ  د قاشقچي کورنۍ ته  ځان پوروړی  بولو.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې  د قاشقچي جنایت  که چیرې د سپټمبر د ۱۱ مې پیښه ونه شمیرو د ۲۱ مې پيړۍ  تر ټولو  ستره  او جنجالي  پیښه ده. ځکه چې  د د سټمبر د ۱۱ مې نیټې د پيښې نه وروسته  هیڅکومې پيښې نړۍوال نظم  پدې اندازه ندی ګواښلی او نړۍوال قوانین او حقوق  پکې پدې اندازه  تر خپو لاندې شوي ندي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړې ده سره ددې چې ددې پيښې نه یو کال تیریږي  مونږ اوس هم  ددې جنایت په اړه ډیر محدود معلومات په لاس کې لرو. دا یو داسې تریخ حقیقت  دی چې نړۍواله ټولنه باید پرې  یو ځل بیا فکر وکړي. که چیرې  د قاشقچي  جنایت د ټولو ابعادو سره  روښانه نشي  مونږ به پدې هیڅکله هم پوه نشو چې خپلو اولادونو او راتلوونکو نسلونو ته مو څه ډول  دنیا  په میراث کې پرېیښې ده.

ترکیې ددې پيښې د لومړۍ ورځې نه په اعتبار سره  د شفافیت  غوښتنه کړې او دریځ يي خپل کړ یدی.

په تیر یو کال کې د ترکیې د استخباراتو، امنیت تشکیلاتو، ډیپلوماتیکو مراجعو او څارنوالۍ  د نوموړې مسئلې په اړه  د خپلو مخاطبانو سره  هر ډول  همکاري کړې ده  او د نړۍوالې ټولنې پوهاوي په خاطر يي هم  هر ډول لازم ګامونه اوچت کړي دي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې  زمونږ  دوستي  د حقایقو  روښانولو  ترمنځه  خنډ ندی  ځکه چې  حقیقي  دوست  تل ترخه خبر کوي.

د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان ژورنالست  جمال قاشقچي د ۲۰۱۸ میلادي کال  د اکتوبر په دویمه نیټه  د واده د اسنادو په خاطر په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د تلو سره  سم  د قونسلګرۍ په منځ کې په ډیره  بې رحمانه توګه په قتل ورسول شو. د قاشقچي  مړی  ټوټې ټوټې  د  د قونسلګرۍ  له منځه یوړل شو.

د ویلو ده چې یو څه موده مخکې د امریکا  یو تلویزیوني کانال  یو مستند  فلم  اعلان خپور کړ چې پکې  د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده  د قاشقچي جنایت مسئولیت منلی وو.   



اړوند خبرونه