ترکیې ځانګړو ځواکونو په سیرت ولایت کې ۵ تنه ترهګر له منځه یوړل
د ترکیې د سیرت ولایت د پروري په ولسوالۍ کې د ژاندارم د ځانګړو لخوا په ترسره شوو عملیاتو کې پنځه تنه ترهګر وژل شوي دي.
همداشان د ماردین په ولایت کې هم یو تن ترهګر له منځه وړل شوی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د سیرت ولایت د پروري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ژاندارم ځانګړو ځواکونو د ترلاسه کړو استخباراتو په رڼا کې د ترسره کړو عملیاتو په نتیجه کې ۵ تنه ترهګر له منځه یوړل.
همداشان په ماردین ولایت کې هم یو تن ترهګر له منځه یوړل شو.
د بله پلوه د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د فرات ډال د عملیاتو په سیمه کې او د کلیس ولایت په لویدیځه سیمه کې یوه ډرون الوتکه چې ۶ ځلې د ترکیې هوايي حریم اخلال کړی وو د اف ۱۶ جنګي الوتکو لخوا راوغورځول شوه.
د راغوځول شوي ډرون الوتکې ملیت او ډول معلوم ندی.
ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ترکیې اف ۱۶ جنګي الوتکو د سپټمبر په ۲۸ مه نيټه یوه ډرون الوتکه چې ملیت او ډول يي معلوم ندی او ۶ ځلې د ترکیې هوايي حریم اخلال کړی وو راوغورځوله.
په ترسره شوو څیړونو کې تر اوسه پورې معلومه شوې نده چې دا ډرون د چا پورې تعلق لري. ډرون الوتکه د ترکیې د اینجیرلی د هوايي هډې نه د اوچتې شوې الوتکې لخوا د ماسپښین په یوه بجه او ۲۴ دقیقو راوغورځول شوه.
ډرون الوتکه د کیلس ولایت د چالدراوبا عسکري سیمې او بشریه د سیمې ترمنځه په موقع کې موندل شوې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۷۱ مې کلیزې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د استانبول فتحه د تاریخ له سترو بریاوو څخه وه.