د فوکس نیوز سره د ولسمشر اردوغان ځانګړې مرکه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا سیستم  د پیریدو  مسئله  باید  د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې زیانمندې نکړي ځکه چې  ترکیې  دا د ترکیې اړتیا وه.

1276714
د فوکس نیوز سره د ولسمشر اردوغان ځانګړې مرکه

 

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې په امریکا کې د فوکس نیوز تلویزیوني کانال سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیه او امریکا د ناټو د سازمان  دوه ډیر نږدې متفق او ستراتیژیک شریکان  هیوادونه دي، وخت ناوخته  د نړۍوالو شرایطو  له امله  کیدای شي چې بعضې  ستونزې  رامنځته شوي وي خو مونږ هیڅکله  دې ستراتیژیک  شراکت او قوي اړیکو ته ضرر رسیدو ته  اجازه نده ورکړې  او ددینه وروسته به يي هم  ورنکړو. مونږ  تل  ددې اړیکو  د لا پراختیا  او غښتلي کیدو پلوي کړې  او نن ورځ هم  په عینې موقف قرار لرو.

ولسمشر اردوغان وویل  غواړو چې د ترکیې او امریکا ترمنځه سوداګریز حجم کچه  ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړو.

ولسمشر اردوغان د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ملګروملتونو سږنۍ عمومۍ اسمبلۍ ته  د ولسمشر ټرمپ  وینا  څه ډول  ارزوۍ؟ داسې وویل، البته چې  د ولسمشر ټرمپ  د وینا د ځینې برخې  زمونږ لپاره د منلو وړ دي او ځینې ندي. په ځانګړې توګه د  سوریې په مسئله کې باید  ځینې ستونزې  باید  حل  کړی شي.

ولسمشر اردوغان  د روسیې او ایران سره د ترکیې د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « ترکیه د جغرافي  پلوه  د روسیې او ایران سره  ډیر نږدی دی او د دواړو هیوادونو سره  ژورې تاریخي اړیکي هم  لرو چې دې مسئلې هم  د اړیکو  د قوي کولو سره  ډیره زیاته مرسته کړې. »

ولسمشر اردوغان د ترکیې او امریکا ترمنځه د اس ۴۰۰  په سر  د پیدا شوي  اف ۳۵ ډوله نوي نسل الوتکو اړوند د اختلافاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، ترکیه ددې پروژې  شریک  هیواد دی  ، مشتري  ندی.

ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان  د تیلو په چاڼځایونو د بریدونو په اړه وویل ، زما په اند  ددې بریدونو پړه  او مسئولیت پر ایران اچول  مناسبه خبره نده.

مونږ  یو داسې نړۍ چې یواځې پکې  د قدرت خاوند کسان  پرحق  وي نه غواړو. د همدې په خاطر مې د ټرمپ وینا واوریده. دا چې زه قوي یم  او زما هره خبره باید ومنل شي  او زما هره خبره صحي ده  دا د منلو خبره نده.



اړوند خبرونه