د ترکیې تر ټولو لوی د هوايي او فضايي تکنالوژۍ فیستیوال تکنوفسټ په استانبول کې پیل شو.
د ترکیې د تکنالوژۍ د ډلې د وقف او صنایعو او تکنالوژۍ د وزارت په مشرۍ او د هیواد د مهمو اداراتو په مرسته جوړ شوی تکنوفسټ فیستیوال نن د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې پیل شو.
د نوموړي فیستیوال په چوکاټ کې به د باد عمودي تونل، د ستور پیژندنې پلانتاریوم، د علمي سفربرۍ پلانتاریوم، الوتکې، ډرون الوتکې او موټرې هم نندارې ته وړاندې شي.
د فیستیوال په چوکاټ کې به روزنیز تفریحي پروګرامونه، فضايي نقلیه وسایط، د تاریخ نه د مخکې دورو اړوند شیان، د راکټونو د طرحې او ډیزاین، هوايي او فضايي پروګرامونه، ننوتکنالوژۍ، انرژۍ تکنالوژۍ، الکترونیک پروګرامونو، روبوتیک کودونو ، موبایل تکنالوژۍ او پروګرامونو سربیره د یو زیات شمیر تکنالوژیکو پرمختګونو اړوند پروګرامونه نندارې ته وړاندې کیږي. همداشان ددې فیستیوال په چوکاټ کې به ګډون کوونکو او د تکنالوژۍ مینه والو ته د عملي کارونو په خاطر کوچنۍ کوچنۍ کارخونې هم جوړ شي.
همداشان ددې فیستیوال په چوکاټ کې د ډرون الوتکو نړۍواله سیالۍ هم ترسره شي. پدې سیالۍ کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو نه ګډونوالو ګډون کړی دی. د فیستیوال په چوکاټ کې به په هوا کې د ډرون الوتکو د جګړې سیالۍ هم نندارې ته وړاندې شي.
همداشان د فیستیوال په چوکاټ کې به د ټک اف استانبول د تکنالوژیکو متشبصینو نړۍواله سرمشریزه جوړه شي. پدې سرمشریزه کې به د نړۍ د ګوټ ګوټ نه یو زیات شمیر پانګه وال، شرکتونه او تکنالوژۍ انجینیران ګډون وکړي. دا سرمشریزه به د سپټمبر تر ۱۹ مې نیټې دوام وکړي.
پدې سرمشریزه کې به کورني پانګه وال د نړۍوالو پانګه والو سره د لیدنې فرصت پيدا کړي.ټول به یو بل ته د خپلې تکنالوژۍ د معرفي کولو فرصت پیدا کړي.
پدې فیستیوال کې ګډون کوونکي به د مځکې او هوا د یو زیات شمیر نقلیه وسایطو او تکنالوژۍ د لیدو امکان ترلاسه کړي.
د فیستیوال په چوکاټ کې به د ترکیې د هوايي ځواکونو اړوند سولو ترک ، ترکي ستورو ځانګړې ډله د ځانګړو الوتکو سره په زړه پورې نندارې وړاندې کړي. د روسیې سو ۳۰ ، سو ۳۵ او مګ ۲۱ د اور وژنې الوتکې او د ترکیې د مځکنیو ځواکونو، د ترکیې د عمومي امنیې قومندانۍ، ژاندارم قومندانۍ اړوند مختلف وسایط، ملکي الوتکې او چورلکې هم الوتنې وکړي او خپل قابلیتونه به نندارې ته وړاندې کړي.
د نوموړي فیستیوال په ترڅ کې به کنسرتونه او ډول ډول تفریحي پروګرامونه اجرا شي.
فیستیوال د سپټمبر تر ۲۲ مې نیټې دوام کوي.