ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ
په ترکیه کې د اګست د ۳۰ مې د ستر بري نه په ټول هیواد ، شمالي قبرس ترک جمهوریت او د هیواد نه بهر د ترکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځې کیږي.
په پلازمینه انقره کې د اګست د ۳۰ مې د ستري بري د لمانځې لومړی رسمي مراسم د ترکیې د جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک په مزار انت کبیر کې ترسره شول.
د هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د هیواد ټولو چارواکیو د سهار په وختي ساعتونو کې د مصطفی کمال اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ.
ولسمشر اردوغان لومړی د ترکیې د جمهوریت د موسس او د اګست د ۳۰ مې د ستر بري د عالی سرقومندان مصطفی کمال اتاترک قبر ته د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته يي ورته د درناوي مراسم پر ځای کړل.
ولسمشر اردوغان د اتاترک په قبرس د ګلانو د ګډۍ د ایښود او درناوي د مراسمو د پر ځای کولو نه وروسته د انت کبیر په ځانګړي کتاب کې داسې ولیګل !
عزیز اتاترکه ، نن د ستر بري د ۹۷ یمې کلیزې په ډیر ویاړ او افتخار سره لمانځنه کوو. زمونږ د تاریخ د طلايي حلقو نه یوه د اګست د ۳۰ مې د ستر بري په ګټلو کې ونډه اخیستونکو ټولو ته ، په ځانګړې توګه ستاسې ذات عالي ، ټولو قومندانانو، منصبدارانو، سرتیرو او د ملت هر وګړي ته د الله د دبار څخه د رحمت او مغرت غوښتنه کوو او په درناوي سره يي یادونه کوو. د عزیزو شهیدانو د فداکاریو او سر ښندونو په پایله کې رامنځته شوی او مونږ ته په میراث کې پاتې جمهوریت نه به د خپلو ځانونو په بیه ساتنه وکړو. د هیواد دننه او د پولو نه بهر د هغه ګواښونو په مقابل کې قوي مبارزه چې زمونږ ملي بقاء او امنیت يي د ګواښ سره مخامخ کړی ددې خبرې ژوندی مثال او اثبوت دی. هیڅ ځواک او طاقت به ترکیه د ۲۰۲۳ کال هدف ته د رسیدو مخه ونه نیسي. روح مو ښاد او مکان مو جنت شه.
د دولت ده چې د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک قبر انت کبیر د دولتي مراسمو نه وروسته د هیواد پر مخ پرانیستل شو.