ولسمشر اردوغان د اګست ۳۰ د ستري بري په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترک ملت د پرون په څیر نن ورځ هم د خپل وطن د استقلال او استقبال په خاطر هر ډول فداکارۍ او جسارت ښودولو ته تیار دي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست ۳۰ د ستر بري د ۹۷ یمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې د ترکیې ، شمالي قبرس ترک جمهوریت او نړۍ په ګوټ ګوټ کې میشتو ټولو ترکانو ته د اګست د ۳۰ مې د ستر بري له امله مبارکي ویلې ده او زیاته کړې ده چې ، دا بری د ترکیې په شانداره تاریخ کې په طلايي تورو لیکل شوی دی. ددې ستر بري د ۹۷ یمې کلیزې له امله د ترکیې د خپلواکۍ او استقلال د جګړې عالی سرقومندان غازي مصطفی کمال اتاترک، د ملي شورا درنو غړیو او ددې مبارزې قهرمان ترک ملت ټولو سرتیرو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو او په دروناي يي یادونه کوو.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د اګست د ۳۰ مې ستر داستان لیکوونکي زمونږ میړانه ملت چې د اشغالګرو لخوا ورته د اسارت کمیس په غاړه شوی وو د اسارت د کمیس په شلولو سره ټولې نړۍ ته دا ثابته کړه چې په هر قیمت چې کیږي د خپلې خپلواکۍ نه لاس وانخلي . همداشان د اګست د ۳۰ مې ستر بری زمونږ د وروستي دولت د ترکیې جمهوریت زیری ورکوونکی دی . دا بری د ترک ملت چې د تاریخ د پاڼې نه يي نوم د پاکولو هوډ شوی وو یو ځل بیا په خپلو خپو د دریدو سمبول دی.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې نن ورځ هم د سوریې په شمال، عراق او ختیځه مدیترانه کې د ترکیې پر خلاف ډول ډول دسیسي روانې دي چې ترکیه دې ټولو دسیسو شنډولو ته ژمن دی. ترکیه به خپل او د شمالي قبرس ترک جمهوریت د حق او حقوقو غضبولو ته په هیڅډول اجازه ورنکړي.