ولسمشر اردوغان د روسیې نه د راستنیدو پر مهال ډیې مهمې څرګندونې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب  طیب اردوغان  د روسیې نه هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

1260613
ولسمشر اردوغان د روسیې نه د راستنیدو پر مهال ډیې مهمې څرګندونې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب  طیب اردوغان  د روسیې نه هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان  ډیرې مهمې څرګندونې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه  دم ګړۍ  په سوریه کې  پوځي عملیاتو پیلولو ته  پوره چمتوالی  لري. ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې  سوریې د فرات سیند  ختیځې برخې  د ترهګرو نه د تصفیه کولو  او پدې سیمه کې  د امن سیمې  جوړولو  په برخه کې به هیڅډول  ځنډ ته اجازه ورنکړو. هغه امریکا ته په اشارې سره وویل چې دا ځل به   ورته د منبج  د مسئلې په څیر اجازه ورنکړو چې ترکیې ته  فریب ورکړي او دا  بهیر وځنډوي.

هغه یو ځل بیا  د هر ډول  عملیاتو لپاره  پوه چمتوالی  وښود.

ولسمشر اردوغان وویل « دا چې اوس  دا بهیر  پر مخ  روان  دی  مونږ غفلت نه کوو. مونږ  خپل پوره چمتوالی  نیولی دی. دم ګړۍ  مونږ  د پولې په اوږدو کې د هرې سیمې نه  عملیاتو ته  چمتو یو. زمونږ  پلي ځواکونه او زغروالې  موټرې او ټانکونه  د سوریې په پوله کې عملیاتو ته  چمتو دي. یعنې  هره شیبه  مونږ  عملیاتو پیلولو ته  چمتو یو. »

ولسمشر اردوغان  وویل پداسې حال کې چې  د انقرې او واشنګټن ترمنځه د امن د سیمې په اړه بهیر  پر مخ  روان  دی  د روسیې سره  مو  د اسد رژیم لخوا د  سوریې د ادلب په ښار د بریدونو په مسئلې خبرې وکړې.

د نوموړو بریدونو په اړه مو خپله ناراحتي  او سخت غبرګون  روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  ته وړاندې کړ.

ولسمشر زیاته کړه « ښاغلي  پوتین  پدې مسئله کې د ګډۍ همغږۍ  ترسره کولو نه یادونه وکړه. مونږ  ورته وویل چې د بهرنیو چارو ، دفاع  او استخباراتو تشکیلات  حاضر دي چې  پدې برخه کې ګډ کار وکړي. خو یوه خبره  ډیره مهمه ده چې مونږ  باید  یو بل  ناراحته نکړو، په ګډ د کارکولو  دوام  اړتیا ده.»

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې  ته به د خپل ټول قدرت او توان سره  دوام ورکړي.

هغه وویل «  مونږ  د هر ډول  ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن یو، داعش، پ ک ک ، پ وای ډي، وای پ جي او داسې نور  د ټولو پر خلاف  مبارزې ته دوام  ورکوو.»

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ  د ترکیې ځواکوانه  د سوریې د ادلب په ښار کې  د اوربند  او تاوتریخوالي د کمولو په سیمه کې  ۱۲ د څار نقطې لري چې ډیره مهمه  دنده او مسئولیت په غاړه لري. دا ځواکونه به هلته خپلې دندې ته دوام  ورکړي.

ولسمشر اردوغان  روسیې ته د خپل سفر  پر مهال  د روسیې د سو ۳۵ ډوله او سو ۵۷ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو نه د لیدنې  په اړه هم  پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې مونږ چکر لپاره  نه وو تللي. یعنې مونږ  دا اندیښنه نلرو که چیرې فلانی هیواد پر مونږ  الوتکې ونه پلوري  نو مونږ  به  څه کوو. داسې کومه اندیښنه شتون نلري. زمونږ لپاره بازارونه ډیر زیات  دي. زمونږ د اړتیاو د پوره کولو په خاطر  بازارونه ډیر زیات دي.



اړوند خبرونه