پاکستان د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه مننه وکړه.
قریشي : د کشمیر په بحران کې د پاکستان نه د ملاتړ کولو په خاطر د ولسمشر اردوغان نه مننه کوو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هندوستان لخوا د جمو کشمیر د خودمختارۍ د لغوه کولو نه وروسته په رامنځته شوي بحران کې د پاکستان نه د ملاتړ له امله د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه مننه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو وزیرانو په جمو کشمیر کې د هندوستان لخوا د بشري حقونو نه د سرغړونو سربیره د یو زیات شمیر مهم مسئلو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر پدې ټيلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې « د جمو کشمیر په مسئله کې د پاکستان نه د ملاتړ او د کشمیر د مظلومو مسلمانانو د ټپ شوي غږ د اوچتولو له امله د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه ډیره زیاته مننه کوو. ترکیه او پاکستان په یو زیات شمیر نړۍوالو مسئلو کې د یو بلو د دریځ او چلند نه ملاتړ کوي. »
همداشان پاکستاني وزیر د اسلامي امت د اتحاد او اتفاق په لاره کې د ترکیې د هلو ځلو نه هم ستاینه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د انقره د جمو کمشیر پرمختګونه د نږدې نه څاري.
دواړو وزیرانو د کشمیر د مسئلې په اړه لیدونو کتنو ته د دوام ورکولو او په راتلوونکي میاشت کې جوړویدونکي د ملګروملتونو سازمان د عمومي اجلاس په چوکاټ کې په مخامخ لیدنې تفاهم وکړ.
د ویلو ده چې د ترکیې ډیپلوماتیکو سرچینو پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د ټیلیفوني خبرو نه خبر ورکړی وو خو د جزیاتو په اړه يي څه نه وو ویلي.