خلوصي اکار : د ترکیې او امریکا د پوځي هیتانو ترمنځه مذارکرات مثبت ول

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار  د ترکیې او امریکا متحده ایالتونو د پوځي هیتانو ترمنځه  د روانو مذاکراتو په اړه وویل چې  مذاکرات  ډیر ګټور او مثبت روان دي.

1249409
خلوصي اکار : د ترکیې او امریکا د پوځي هیتانو ترمنځه مذارکرات مثبت ول

 د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار  د ترکیې او امریکا متحده ایالتونو د پوځي هیتانو ترمنځه  د روانو مذاکراتو په اړه وویل چې  مذاکرات  ډیر ګټور او مثبت روان دي.

هغه  دا  څرګندونې  د سفیرانو په کنفرانس کې د ګډون نه مخکې  خبریالانو ته وکړې.

هغه  د  ترکیې د ملي دفاع په وزارت کې د ترکیې او امریکا د هیتانو ترمنځه د روانو مذاکراتو په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل « د ترکیې او امریکا  د پوځي هیتانو ترمنځه  مذاکرات  د اګست په پنځه نیټه  پیل شول چې  اوس هم  دوام لري. تمه کیږي چې په راتلوونکو ساعتونو کې  پایته ورسیږي. ترکیې ددې مذاکراتو په ترڅ کې خپل ټول  نظریات او وړاندیزونه  خپل مخاطب لوري ته  وړاندې کړل.

امریکايي هیت ته  د داعش او وای پ جي ترهګرو سازمانونو پر خلاف  د ترکیې د مبارزې نه یادونه شوې او ویل شوي دي چې دا مبارزه اوس هم  دوام لري. همداشان  ترکیې  امریکايي لوري په ټینګار سره ویلي دي چې ترکیه غواړي په سوریه کې  د امریکا سره په ګډه  د امن سیمه جوړه کړي. د امن د سیمې په اړه ترکیې خپل ټول وړاندیزونه  او نظریات د امریکايي لوري سره  شریک کړي دي. ترکیه د ۳۰ نه تر ۴۰ کیلومترو په عرض  سره  په سیمه کې  د امن سیمې جوړول غواړي. سربیره پر دې  ترکیه ددې سیمې نه  په کامله توګه د وای پ جي ترهګرې ډلې  د ویستو او د هغوې په لاس کې  درندې وسلې  او مهمات  د هغوې نه د راټولو  او د سیمې نه  د ویستو غوښتنه کوي. ترکیه غواړي چې دا کار د امریکا سره په ګډه وکړي. همداشان په سیمه کې د ترهګرو لخوا جوړ شوي  او د جوړیدو په حال کې ټول تونلونه، موضع ګانې  او پټنځایونو د ورانولو  غوښتنه کوي. ترکیې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په ډیره  ښکاره  توګه  کړي دي. هر څه په ډاګه دي. مونږ پدې برخه کې د خپل متفق او متحد هیواد امریکا نه د متحدوالي د شان  سره سم  د چلند  تمه کوو. تمه کوو چې امریکا هر څه ژر د ترهګرو سره  د وسلو او مهماتو په ګډون خپلې ټولې مرستې پرې کړي.»

د دفاع وزیر خلوصي اکار وویل لکه څرنګه چې مو مخکې هم په ټینګار سره ویلي دي ترکیه به د خپلو ختیځو پولو پورې غاړې ته د ترهګرو دهلیز  جوړولو ته  هیڅوخت اجازه ورنکړي.

هغه وویل چې د هیواد سویلي پولو پورې غاړې ته به هیڅوخت او په هیڅډول  د ترهګرو  ریښو ځغلولو  او دهلیز جوړولو ته اجازه ورنکړو. پدې برخه کې چې څه لازم کې  هغه به ترسره کړو، که ممکن وي د امریکا سره به يي په ګډه ترسره کړو او که نوي په یواځې ځان به دا ګامونه اوچت کړو.

ترکیې  امریکا هیت ته خپلې ټولې امنیتي اندیښنې یوه یوه  بیان کړې . د همدې اندیښنو په اړه سره  نظریات  شریک کړی شول. مخاطب لوري هم  زمونږ اندیښنې  احساس کړې. که چیرې  د نوموړې لیدنې په اړه  په عمومي دول اظهار د نظر وکړو دا لیدنه  ګټوره او په مثبتې فضا کې تیره شوه.

د ملي دفاع وزیر  وویل چې د مسئلې په اړه به د دفاع وزارت هم  لازم معلومات د هیوادوالو سره  شریک کړي.

هغه وویل لکه څرنګه چې زمونږ ولسمشر ښاغلي اردوغان  ورته اشاره کړې ده مونږ غواړو چې په سوریه کې د امریکا سره  په ګډه  د امن سیمه جوړه کړو، پدې برخه کې په ګډه کار وکړو. که چیرې دا خبره ممکن نوي  بیا  مجبور یو چې د خپل ملي امنیت، ملت ، سیمې او د دوست او ورور ملت د خلکو په خاطر  د هغوې د امنیت او سولې په خاطر په یواځې ځان ګامونه اوچت کړو. ترکیه په سوریه کې د پوځي عملیاتو لپاره پوره چمتوالی  لري. ټول پلانونه  او هر څه  چمتو شوي دي.



اړوند خبرونه