د ترکیې په کچه تر ټولو لوی جامع جومات نن په استانبول کې پرانیستل کیږي
د ترکیې تر ټولو لوی جامع جومات چې ۶ کاله مخکې د بڼسټ ډبره د استانبول تر ټولو په حاکمې نقطه کې ایښودل شوې وه نن په رسمي توګه پرانیستل کیږي.
د استانبول د چاملي جه د تپې جامع جومات چې په یو وخت کې د ۶۳ زرو تنو لمونځ کوونکو په لویوالي جوړ شوی دی نن د جمعې د لمانځه نه وروسته په رسمي توګه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل کیږي.
د ویلو ده چې د چاملي جه د تپې د جامع جومات د پرانیستو په مراسمو کې به یو زیات شمیر کورني او بهرني میلمانه ګډون وکړي.
دا جومات چې د یو ستر کمپلکس په شکل جوړ شوی دی ټوله ورځ به پکې د هیواد د ټکره قاریانو لخوا د قرانکریم تلاوت وشي.
همداشان د جمعې د لمانځه نه وروسته به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه پرانیستل شي.
د استانبول د چاملي جه تپې جامع جومات چې د عثماني، سلجوقي او ننۍ معمارۍ په شکل طرحه او ډیزاین شوی دی ددې تاریخي ښار د نوي سمبول عنوان ترلاسه کړ.
د ویلو ده چې دا جومات د استانبول تر ټولو په لوړه د چاملي جه د تپې په څوکه کې جوړ شوی دی.
د شانداره جامع جومات د استانبول د هرې نقطې نه د لیدو وړ دی.