ترکېې په نوې زیلاند کې په جوماتونو خونړي وسله وال بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
ولسمشر اردوغان په نوې زیلاند کې پر مسلمانانو برید په کلکو ټکو وغنده
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړو بریدونو په غبرګون کې ویلي دي چې په نوي زیلاند کې پر مسلمانانو د عبادت پر مهال ترسره شوی خونړی او جاني برید په کلکو ټکو غندم او لعنت پرې وایم
پدې جاني او خونړي برید کې وژل شوو خپلو ورورنو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او کورنیو ته يي د جمیل صبر غوښتنه کوم.
ولسمشر اردوغان وویل چې له بده مرغه نن یو ځل بیا په نړۍ کې د افراطیت او اسلام دښمنۍ د یوې بلې بیګې شاهدي کوو. ددې ستر غم او درد له امله ټولې اسلامي نړۍ او د نوي زیلاند خلکو او حکومت ته تسلیت مراتب وړاندې کوم.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د نوموړو خونړیو بریدونو په غبرګون کې ویلي دي « دا برید په اصل کې اسلام ستیزي او مسلمان دښمني کومې کچې ته رسیدلې ده ښکارندويي کوي. »
د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن د ټولنیزې مډیا له لارې نوموړي برید په اړه پیغام خپور کړی دی. هغه ویلي دي چې د نوي زیلاند د کرستچرچ په سیمه کې د النور په جومات د په لسګونو تنه بې ګناه مسلمانان په ډیرې بې رحمۍ سره په قتل ورسول شول. دا برید په کلکه توګه غندو. ددې پیښې د شهیدانو لپاره د الله د دربارڅخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو. دا برید په اصل کې اسلام ستیزي او مسلمان دښمني کومې کچې ته رسیدلې ده ښکارندويي کوي.
په کراتو ددې شاهدي وشوه چې پدې هیوادونو کې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف څرګندونې او اسلام فوبیا چلند په یوې جاني او خونخوارې آډیالوژۍ بدل شوی دی. نړۍ باید اسلام فوبیا پر وړاندې غږ اوچت کړي او د اسلام فوبیا فاشیست او ترهګري چلند مخه ونیسي.
همداشان د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه نشراتو رئیس فخرالدین التون هم دا برید په ډیره کلکه توګه غندلی دی.
هغه ویلي دي چې ددې وخت رارسیدلی دی چې د هر ډول ترهګرۍ پر خلاف یو موټی شو.