په وان ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې د وان په ولایت کې یو ځل بیا په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

1157742
په وان ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

 

د وان ولایت د امنیې قومندانۍ  د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  د امنیې قومندانۍ پولیسو  د وان  او حکاري  ولایتونو په لویه لاره کې  یو شکمن  مینې بس  ودرولو.

د پلټنو پر مهال  پدې ۱۵ کسیزه  مینې بس  موټر کې  ۳۹ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

ویل کیږي په نیول شوو ناقانونه کډوالو کې ډیری  د افغانستان وګړي دي.

همداشان د ناقانونه کډوالو سربیره د مینې بس چلوونکی  هم  ونیول شو.

نیول شوي کډوال د پولیسو لخوا د ابتدايي تحقیقاتو نه وروسته د وان ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته  وسپارل شول.

نیول شوي کډوال به  د قانوني  چارو  د پلي کیدو نه وروسته  خپلو هیوادونو ته  واستول شي.

د ویلو ده چې د ژمي او سړې هوا له امله د ایران له لارې ترکیې ته د کډوالو تګ راتګ  یو اندازه  کم شوی وو چې  دادی  له سره پیل شو.



اړوند خبرونه