ترکیې پر ایراني ځواکونو برید وغنده

ترکیې  په ایران کې  په  سپاه پاسداران ځواکونو  ترسره شوی  ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

1144888
ترکیې پر ایراني ځواکونو برید وغنده

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د بیان په خپرولو سره  دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي  بیان کې راغلي دي چې « په ډیرې خواشینۍ سره مو د سیستان بلوچستان په ولایت کې  د سپاه پاسداران ځواکونو د لیږد  په بس  موټر  د ځانمرګي برید  چې په ترڅ کې ګن شمیر کسانو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده خبرترلاسه کړ.

ترکیه دا منفور  ترهګری  برید  غندي. د پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته  د عاجلې شفاء ، د قربانیانو کورنیو  ، د ایران حکومت او ملت ته  د صبرجمیل غوښتنه کوو او د خواخوږۍ  او تسلیت  مراتب وړاندې کوو.»

د یادولو وړ د ه چې  تیره شپه  د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان بلوچستان د ولایت اړوند د زاهدان  په ښار  کې  د سپاه پاسداران د ځواکونو اړوند  د قدس ځواکونو  د لیږد په بس د موټر پر مټ  ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۲۷ تنو ژوند  سرتیرو ژوند  د لاسه ورکړی  او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه