د ترکيې او امريکا ولسمشرانو مهمې خبرې وکړې
ټرمپ او اردوغان ټيليفوني خبرې وکړې
د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د اوږدو ټيليفوني خبرو نه خبر ورکړ.
د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د ټولنيزې مډيا له لارې په خپور کړي پيغام کې د ولسمشر اردوغان سره د اوږدو او ګټورو تيليفوني خبرو ترسره کولو نه خبر ورکړ.
هغه ويلي دي چې پدې تيليفوني خبرو کې د داعش ترهګرې ډلې ، د سوريې په وروستيو پرمختګونو او د نوموړي هيواد نه د امريکايي ځواکونو د وتو د بحير لو پدې اړه د ښې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د ويلو ده چې د امريکا ولسمشر ټرمپ د سوريې نه د خپلو پوځيانو د ويستو پريکړه هم د ولسمشر اردوغان سره د ټيليفوني خبرو د ترسره کولو نه وروسته کړې وه.
همداشان د هيواد ولسمشر رجب طيب اردوغان هم د امريکا د ولسمشر ټرمپ سره د ټيليفوني خبرو نه خبر ورکړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پيغام کې ويلي دي چې د ټرمپ سره پدې ټيليقوني خبرو کې د سوريې د مسلې نه نيولې د دوه اړخيرو تجاري اړيکو پورې په يو زيات شمير مسلو خبرې وکړې.