ترکیې د ایران د چابهار په ښار کې د تیرې ورځې برید په کلکو ټکو وغنده.
ترکیې په ایران کې پر پولیسو ترسره شوی برید وغنده
1102135
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د ایران په سویل ختيځ کې د سیستان بلوچستان ولایت د چابهار په ښار کې د پولیسو په مرکز د خونړي برید چې په پایله کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبر ترلاسه کړ.
ترکیه دا منفور برید په کلکو ټکو غندي. په برید کې د وژل شوو کسانو لپاره د الله د دربار نه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او د ایران ملت او حکومت ته د صبر جمیل غوښتنه کوو او د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
د یادولو وړ ده چې پرون د ایران په ځايي وخت د سهار د ۹ نیمو بجو په شاوخوا کې د سیستان بلوچستان ولایت د چابهار په ښار کې د پولیسو په مرکز د موټر پر مټ برید وشو چې له امله يي ۴ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپيان شول.