د جي شل سازمان سرمشریزه او د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان!
د جي شل سازمان سرمشریزه او د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان!
د جي شل سازمان سږنۍ د مشرانو سرمشریزه په ارجنټاین کې جوړه شوې وه. پدې سرمشریزه کې د نړۍ د مهمو هیوادونو مشرانو ګډون کړی وو. ددې سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د مشرانو ترمنځه مهمې لیدنې وشوې.
دلته د دوه په دوه لیدونو اصلي موضوع د امریکا او چین ترمنځه تجاري جګړه او په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د جمال قاشقچي د جنایت او ددې جنایت د امر ورکولو شکمن د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان وو.
د ترکېې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د ټولنې لیکوال او محقق جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د نوموړي هیواد د مخالف او منتقد ژورنالست د جنایت نه وروسته د ترکي مقاماتو هر اړخیزو تحقیقاتو او د نوموړي جنایت په اړه نړۍوالې ټولنې ته په خپل وخت سره د لازمو معلوماتو ورکولو سعودي عربستان چې په پیل کې ددې جنایت نه انکار کولو د جنایت قبولو ته اړ کړ.
سعودي عربستان د واشنګټن پوست ورځپاڼې د خبریال جمال قاشقچي په جنایت تورن ۱۸ تنو د محاکمه کولو د بهیر د پيلولو نه خبر ورکړ خو تر اوسه پورې دا معلومه نده چې ددې جنایت امر د چا لخوا ورکړل شوی دی. ددې خبرې د روښانولو په خاطر هم تحقیقات دوام لري.
نن ورځ د ټولې نړۍ سره همدا یوه پوښتنه شتون لري چې ددې جنایت امر د چا لخوا ورکړ شوی دی؟ سره ددې چې د سعودي عربستان حکومت ددې جنایت پړه په ځینو نورو برخو اچوي خو ترلاسه شوي اسناد شواهد او ولایل د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته اشاره کوي.
د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو ادارې سي ای اې لخوا په ترسره شوو تحقیقاتو کې دا معلومه شوه چې ددې ددې جنایت امر د سعودي عربستان د ولعهد شهزاده محمد بن سلمان ورکړی دی.
پداسې حال کې چې دا ټولې شک او شپهې دوام لري د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده لومړی د عربي هیوادونو په سفر ووت او وروسته د جي شل په سرمشریزه کې ګډون وکړ. ولیعهد شهزاده عربي هیوادونو ته د سفر پر مهال د نوموړو هیوادونو د مشرانو سره لیدنې وکړې خو تونس ته د سفر په پر مهال د ډیرو پراخه مظاهرو سره مخامخ شو. مظاهره کوونکو د ولیعهد شهزاده پر خلاف شعارونه ورکول او هغه يي د جمال قاشقچي د جنایت یواځنی مسئول وباله.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده د جل شل په سرمشریزه کې د ګډون په خاطر ارجنټاین ته د سفر پر مهال هغه ته د ریزرف شوي لوکس هوټل پر ځای په نوموړي هیواد کې د سعودي عربستان د سفارت په اقامتګاه کې اوسیدو ته ترجیح ورکړه.
همداشان پداسې وخت کې چې شهزاده محمد بن سلمان ارجنټاین ته سفر وکړ ځینو برخو د قاشقچي په جنایت کې د لاس لرولو او په یمن کې د ظلمونو د ترسره کولو له امله د هغه پر خلاف څارنوالۍ ته عریضه وکړه. د ارجنټاین د څارنوالۍ لخوا د نوموړې عریضې منلو د ټولو پام دې مسلې ته جلب کړی وو.
د ویلو ده چې د جي شل سازمان په سرمشریزه کې د نړۍ ډیری مشرانو د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده نه ځانونه لرې نیول او نه يي غوښتل چې د هغه سره په عینې تصویر کې راڅرګند شي.
همداشان ولیعهد شهزاده د جي شل په سرمشریزه کط یواځې د ګوتو په شمیر د هیوادونو د مشرانو سره لیدنې وکړې او د فرانسې ولسمشر ماکرون بیا د کمرو په مخکې پرې نیوکې وکړې.
د بله پلوه د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا د نورو وختونو پر خلاف د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ډیر زیات صمیمت وښود.
همداشان د جي شل د سرمشریزې د پایته رسیدو نه سمدلاسه وروسته په امریکا کې د جمال قاشقچي د جنایت په اړه ډیر مهم پرمختګ رامنځته شو.
د امریکا د استخباراتو تشکیلاتو سي ای اې د امریکا د مشرانو جرګې ځینو مهمو سناتورانو ته د قاشقچي د جنایت په اړه معلومات ورکړل. دا غونډه چې د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوې وه خو د غونډې نه وروسته سناتور کورکر او ګراهام خبري غونډې ته وویل چې پدې خبره کې هیڅ شک نشته چې د قاشقچي د جنایت تر شا د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان لاس دی.
ددینه وروسته تیره ورځ د استانبول لوی څارنوالۍ د قاشقچي د جنایت په تړاو د ولیعهد شهزاده د دوو تنو ډیر نږدې کسانو چې ددې جنایت معماران بلل کیږي د نیولو غوښتنه وکړه. د ترکیې د قضايي ارګانونو ددې پریکړې سره د ولیعهد شهزاده لپاره دایره نوره هم پسې تنګه شوه.
د جي شل د سرمشریزې بله مهمه مسئله د امریکا او چین ترمنځه تجاري جګړې موضوع وه.
امریکا متحده ایالتونو د چین سره په سوداګرۍ کې د صادارتو په پرتله د وارداتو د کچې د ډیرې زیاتې لوړیدو له امله د عصیان بیرغ لوړ کړ د چین نه يي په وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه.
ددې په مقابل کې چین هم د امریکا نه په وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه. چین چې په اقتصادي برخه کې په نړۍواله کچه د هرې ورځې په تیریدو سره په ډیره قوي توګه پرمختګ ته دوام ورکوي دې خبرې په نړۍ کې د امریکا موقف د ګواښ سره مخامخ کړ.
امریکا هم د چین د اقتصادي پرمختګ او پدې اندازه د ودې د مخنیوي په خاطر په ځینو ګامونو اوچتولو لاس پورې کړ.
یو زیات شمیر امریکايي شرکتونو چې د ارازانه کاري قوې له امله خپلې فابریکې په چین کې جوړې کړې وې دې خبرې امریکا سخت غبرګون پارولی وو.
دونالد ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته پدې اړه د جدي ګامونو په پورته کولو پيل وکړ.
هغه به تل پدې مسلې نیوکې کولې او امریکايي شرکتونو ته به يي ویل چې راشۍ او په خپل هیواد کې تولیدات وکړۍ.