ترکیې د لومړي ځل لپاره په سمندر کې د کښتیو ضد توغندی جوړ کړ.
ترکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې د هرې ورځې په تیریدو وده کوي
ترکیې د لومړي ځل لپاره په سمندر کې د کښتیو ضد توغندی جوړ کړ.
د ترکیې د دفاعي صنایعو ریاست ویلي دي چې د اتماجا په نامه دا توغندی به په سمندرونو کې د ترکیې قوت او طاقت لا پسې مضبوط کړي.
د دفاعي صنایعو لخوا د خپور شوي بیان له مخې د نوموړو توغندیو د عمومي تولیداتو قرارداد لاسلیک شو. د قرارداد د لاسلیکولو په مراسمو کې د ترکیې د دفاعي صنایعو د ریاست د رئیس اسماعیل دیمیر سربیره د راکټسن او اسلسن د دفاعي صنایعو د شرکتونو مشرانو هم ګډون کړی وو.
د ترکېې د دفاعي صنایعو رئیس دیمیر پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ترکیې به تر ننه پورې دا توغندي د بهر نه پیرودل چې دادی نن ورځ يي پخپله تولیدوي.
هغه وویل چې دا توغندي به د سمندري ځواکونو د میل ګیم په نامه په کښتۍ کې نصب کړی شي.
دا توغندي د کښتۍ نه د حرکت په حال کې د بلې کښتۍ د ویشتو توان لري.
د هغه په وینا ددې توغندي د توغولو د کنټرول سیستم د راکټسن او توغولو د کنټرول سیستم اړوند نور سیستمونه او پرزه جات به يي د اسلسن د شرکت لخوا جوړ کړی شي.
دا توغندي به د هیواد د سمندري ځواکونو د میل ګیم په نامه په کښتیو کې نصپ کړی شي.