په ترکیه کې تر ۲۰۰ تنو ډیر ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکېې د قرق لرایلي په ولایت کې  ۱۳۶  تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راغلي وو  ونیول شول.

1073199
په ترکیه کې تر ۲۰۰ تنو ډیر ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکېې د قرق لرایلي په ولایت کې  ۱۳۶  تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راغلي وو  ونیول شول.

د یاد شوي ولایت د ژاندارم  قومندانۍ ویلي دي چې ددوې منسوبینو  د قرق لرایلي ولایت د باباایسکي او کوفچاز په ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۶ تنه ناقانونه کډوال چې  د قاچاقي لارو څخه يي اروپا ته د تیریدو هڅه کوله ونیول.

نیول شوي کډوال د افغانستان، پاکستان، عراق او ایران وګړي دي. ویل کیږي ډیری د افغانستان وګړي دي.

همداشان  د وان ولایت د باش قلا په ولسوالۍ کې هم  ۳۶ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي.

د وان ولایت پوله ساتو ځواکونو  د ایران سره په پوله کې د ګزمې پر مهال  ۳۶ تنه کډوال چې په پلي توګه  روان ول  تثبیت کړل.

امنیتي ځواکونو  نوموړي کسان  ونیول . په نیول شوو دې کسانو کې  ۲ تنه ماشومان  او ۶ تنه ښځې هم شتون لري.

نیول شوو کډوال ته د خوړو د ورکول کیدو او په روغتون کې د صحي معاینې نه د تیرولو نه وروسته  د وان ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.

همداشان د ترکیې د سیواس په ولایت کې هم  ۱۷ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي.

د سیواس امنیتي ځواکونو  د سیواس – ایرزینجان ولایتونو په لویه لاره کې  د کنټرول پر مهال  په یو بس موټر کې  ۱۷ تنه ناقانونه کډوال تثبیت او ونیول. ویل کیږي نیول شوو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شتون لري.

نیول شوي کډوال د افغانستان وګړي دي.

کډوال د سیواس ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته سپارل شوي دي.

د ترکیې د باتمان په ولایت کې هم  د شلو تنو ناقانونه کډوالو د نیولو نه خبر ورکړ شوی دی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د باتمان ولایت د ژاندام ځواکونو  د دیک تپه په سیمه کې  ۲۰ تنه کډوال ونیول .

د نیول شوو کډوالو نه  ۳ تنه پاکستاني او ۱۷ تنه افغانان دي. د نیول شوو کډوالو سره  ځیني جعلي  اسناد هم  ترلاسه شوي دي.

نیول شوي کډوال  د بیرته ستولو مرکز ته وسپارل شول.



اړوند خبرونه