د ترکیې د ازمیر په ولایت کې د کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه.
په ازمیر ولایت کې د قتل عام په څیر په ټرافیکي پيښه رامنځته شوه.
پرون د سهار په ساعتونو کې په ازمیر ولایت کې یوه کوچنۍ لارۍ چې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال پکې سپاره ول لاندې درې ته وغورځیده.
د ویلو ده چې پدې پيښه کې ۱۹ تنه مړه او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي وو چې د ټپيانو نه هم ۳ تنو نورو په روغتون کې ساه ورکړه.
په پيښه کې د مړو شمیره ۲۲ تنو او د ټپیانو شمیره ۱۳ تنو ته ورسیده.
د لارۍ چلوونکی چې د لوی موټر د چلولو لایسنس يي هم نه درلود او قوي جرمي سابقه يي درلوده پدې پيښه کې ټپي ژغورل شوی دی.
د لارۍ چلوونکی د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
پیښه د ازمیر ولایت د مندرس په ولسوالۍ کې رامنځته شوه. پولیسو ویلي دي چې نوموړې لارۍ چې د ایدن ولایت نه د ازمیر ولایت پر لورې روانه وه په لویه لاره کې د ازمیر ولایت د مندرس په ولسوالۍ کې کنټرول د لاسه ورکړ او لارۍ لاندې درې ته وغورځیده.
د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته په لسګونو امبولانسونه ، پولیسو او ژاندارم ګاډې سیمې ته ورسیدل.
د پيښې د ټپيانو درملنه دوام لري. د لارۍ چلوونکي په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي دي چې لارۍ يي د ۴ ورځو لپاره کرا کړې وه.
د پیښې قربانیانو د ازمیر ولایت عدلي طب ادارې ته وړل شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.