کرزی : ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ښو اړیکو جوړولو په لاره کې ډیره مرسته کړې
کرزي په استانبول کې د ټي آر ټي نړۍ په نړۍواله غونډه کې ګډون وکړ
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې ترکیه د ختيځ او لویدیځ ترمنځه د پل دنده اجرا کوي.
حامد کرزي دا څرګندونې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا جوړ شوي د ټي آر ټي نړۍ د نړۍواله غونډه په چوکاټ کې د ( موسس نظام پر خلاف لوړ شوي غږونه) تر عنوان لاندې په ناسته کې وکړې.
کرزي وویل چې ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ښو اړیکو په جوړولو کې ډیره مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړه چې نن ورځ ټوله نړۍ ددې شاهده ده چې نړۍوال موازنه د بدلون په حال کې ده. قوت او طاقت د لویدیځ نه د ختیځ پر لورې د خویدو په حال کې دی.
هغه وویل چې ددینه مخکې د دریمو هیوادونو په توګه یادونکي هیوادونه نن ورځ ددې بهیر استازي دي. همداشان دا هیوادونه به په راتلوونکې کې د نړۍ برخلیک ټاکنونکې هیوادونه وي.
حامد کرزي وویل چې په اصل کې د نړۍ نظام قوي بدلون او اصلاحاتو ته اړتیا لري. لکه څرنګه چې مو مخکې یادونه وکړه د نړۍ طاقت او قوت د لویدیځ نه ختیځ لورې ته د خویدو په حال کې دی.
نن ورځ روسیه، چین، هندوستان، ترکیه، برازیل او سویلي افریقا هیوادونه هغه هیوادونه دي چې د نړۍ نوی نظم به ددوې په لاس کې وي. د نړۍ راتلوونکي مشران دا هیوادونه دي. د همدې امله ددې هیوادونو سره قوي همکاري په یو ضرورت بدل شوی دی.