ولسمشر اردوغان جرمني ته سفر کوي
ولسمشر اردوغان نن د امریکا نه وروسته جرمني ته سفر کوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په امریکا متحده ایالتونو کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته جرمني ته سفر کوي.
ولسمشر اردوغان به جرمني ته د خپل سفر په لومړنۍ ورځ د مدني ټولنو او سازمانونو د استازو سره لیدنه وکړي.
د جرمني د ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر به سبا د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د رسمۍ مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړي.
ولسمشر اردوغان به د ولسمشر شټاینمایر سره د لیدنې نه وروسته د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره لیدنه وکړي.
ویل کیږي د لیدونو اصلي موضوع اقتصادي او تجاري اړیکي دي. همداشان د دفاعي صنایع د پروژو او ټرانسپورت په اړه هم خبرې وکړي.
ولسمشر اردوغان به د مرکل سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړي.
ولسمشر اردوغان به جرمني ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکانو سره لیدنه وکړي.
ولسمشر اردوغان به په کولن کې د ترکیې د دیني چارو د ریاست لخوا جوړ شوی جومات هم پرانیزي.