په شرناق کې پر امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه

د پ ک ک ترهګرې ډلې یو ځل بیا پر امنیتي ځواکونو بمي برید وکړ

1057158
په شرناق کې پر امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه

د ترکیې د شرناق  ولایت د سیلوپي په ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو  چاودنه وشوه.

د شرناق ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په سیلوپي ولسوالۍ کې په سیمه ایزو امنیتي ځواکونو  بمي برید وکړ چې له امله يی ۲ تنه شهیدان  او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

ترهګرو د سیلوپي ولسوالۍ  د چالشکان  په علاقه دارۍ کې  پر امنیتي ځواکونو  بمي برید وکړ.

د پیښې ټپيان  سمدلاسه  د سیلوپي ولسوالۍ دولتي روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

د پيښې نه وروسته ګن شمیر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د ترهګرو د نیولو په خاطر يي  د پلټنې عملیات پیل کړي دي.



اړوند خبرونه