د ترکیې ولسمشر د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته مقاله لیکلې
اردوغان : اروپا او امریکا باید د سوریې د ادلیب په اړه د مسئولیت احساس وکړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د اسد د رژیم لخوا په ادلیب باندې برید به ترکیه، اروپا او یو زیات شمیر نور د جدي انساني او امنیتي ګواښونو سره مخامخ کړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د امریکا د وال ستریت ژونال ورځپاڼې ته په لیکلي مقاله کې کړي دي.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې پداسې حال کې چې هره شیبه ادلیب د ډیرو سترو بریدونو د ګواښ سره مخامخ دی نړۍواله ټولنه باید خپل مسئولیت احساس کړي. پدې مسله کې د پسیف پاتې کیدو بدل به ډیر لوی وي. مونږ نشو کولای چې د سوریې مظلوم ملت د بشار اسد مرحمت ته پریږدو.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته ( نړۍ باید د اسد مخه ونیسي ) د سرلیک لاندې په مقاله کې کړي دي. ولسمشر اردوغان پدې مقاله کې د سوریې په قبال کې د ترکیې موقف او د ادلیب ښار د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیې د ادلیب په مسله کې د خپل وس او توان نه ډیر څه کړي دي. په سوریه کې په تیرو ۷ کلونو کې د بشار اسد ظلمونه او کړنې په ډاګه دي.
ولسمشر اردوغان په ادلیب کې د اسد د رژیم وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ویلي دي، پر ادلیب د اسد د بریدونو اصلي هدف او موخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه نده بلکې ددوې اصلي هدف په هیواد کې مخالفین په کامله توګه له منځه وړل دي.
ولسمشر اردوغان په ټینګار ویلي دي چې ادلیب پل ته د رسیدو نه مخکې وروستی تم ځای دی. که چیرې د ادلیب په مسله کې اروپا او امریکا ناکامه پاتې شي او اسد خپل هدف ته ورسیږي ددې خبرې بدل به یواځې د سوریې مظلوم خلک د خپلو وینو سره نه بلکې ټوله نړۍ به دا بدل ورکوي.
ترکیې تر اوسه پورې پدې سیمه کې د روان قتل عامونو د مخنیوي په خاطر تر خپل وسه پورې هڅه کړې او ددینه وروسته به يي هم وکړي.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیه نن ورځ د څه باندې درې نیم میلیونه تنه سوري کډوالو کوربه توب کوي. ترکیې د سوریې په مسله کې د ټولې نړۍ نه دروند بار په اوږو کړی دی.
همداشان ددې سره سم په سوریه کې د داعش او پ ک ک ترهګرو ډلو سره مو هم مبارزه کړې ده. ددوې د ټولو بریدونو او چټلو اهدافو سره سره مونږ خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.
ولسمشر اردوغان د ادلیب په مسله کې په امریکا ، مسکو او تهران غږ کړی دی« امریکا چې یواځې د کیمیايي وسلو خبره ټینګه کړې ده باید د مرګونو ترمنځه د توپیر نه لاس واخلي. هغه څوک چې د کیمیايي وسلو سره وژل کیږي هغه مرګ دی او هغه څوک چې د نورو وسلو سره وژل کیږي ایا هغه مرګ ندی. نن ورځ په سوریه کې د کانوانسیونل یا نورو وسلو سره لا ډير زیات خلک وژل کیږي. هو دا هم حقیقت دی چې په سوریه کې د روانو قتل عامونو د مخنیوي یواځنی مسئول لویدیځ نړۍ نده. روسیه او ایران هم ددې قتل عامونو د مخنیوي په برخه کې ډیر زیات مسئولیت لري.»
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې اسد نن ورځ غواړي چې خپلو دې بریدونو او قتل عامونو ته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تر بهانې لاندې مشروعیت ورکړي. هیڅوک باید د اسد پدې خبرو فریب ونخوري. نن ورځ په نړۍ کې هیڅ بل هیواد د ترکیې په اندازه د ترهګرۍ د ګواښ سره مخامخ ندی. خو اصلي خبره داده چې د بشار اسد د حل لاره غلطه ده. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په بهانه باید معصوم انسانان قرباني نکړی شي.
د اسد اوسنی دریځ او چلند یواځې افراطیت او ترهګرۍ ته زمینه برابروي. که چیرې د داعش ترهګرې ډلې او نورې افراطي ډلو رامنځته کیدو نه وګورو یواځنی لامل يي همدا مسله ده.
ولسمشر اردوغان وویل چې دا هم حقیقت دی چې د ادلیب په ښار کې هیت تحریر الشام ترهګره ډله شتون لري. خو دا ډله ددې ښار يه یوې ډیرې کوچنۍ برخه ده.
دا ډله ددې ښار د نفوس یوه ډیره کوچنۍ برخه تشکیلوي. یعنې د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې باید د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.
ترکیه د لسګونو کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي. یو تن ملکي وګړي ته يي زیان ندی رسولی .
همداشان د داعش پر خلاف په مبارزه کې هم ترکیې یو تن ملکي وګړي ته زیان ندی رسولی .