د د ستر بري د اوونۍ په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پيغام

اردوغان : په ترک ملت کې د مالازګيرت د جګړې روح اوس هم ژوندی دی

1037607
د د ستر بري د اوونۍ په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پيغام

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اګست ۲۶ مه د مالازګيرټ د جګړې د کليزې او د اګست ۲۶ مه د لوی بري د اوونۍ په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ. 

ولسمشر اردوغان په خپور کړي پيغام کې ددې خبرې په ټينګار ويلي دي چې ترک ملت د تيرو زرو کلونو راهيسې د ټولو بهرنيو او کورنيو بريدونو په مقابل کې د مالازګيرټ د جګړې په څير ډير قوي مقامت کړی .دا چې د تيرو زر کلونو راهيسې دا خاوره په خپل وطن بدله کړې او په موټې کې کلکه نيولې دا د مالازګيرت د جګړې برکت دی. 

د اناتوليا سيمه د ترک ملت لپاره په ابدي وطن د بدلو وسيله د مالازګيرت جګره او خپلواکۍ د جګړې تر ټولو مهمه پاڼه د ستر بري کليزه په ډير وياړ او سر لوړۍ سره لمانځو. 

زمونږ عزيز ترک ملت په ۱۰۷۱ کال کې د مالازګيرټ د جګړې سره پيل کړې دا سپيڅلې حرکت د ټولو مشکلاتو او ستونزو سره سره د جمهوريت د تاسيس سره تاجداره کړه. دا ميړانه او زړور ملت چې يا خپلواکي يا نابودي د انتخاب سره مخامخ پاتې شوی دی د ترلاسه کړو بريو او کاميابيو سره خپله 

ميړانتيا او زړورتيا او خپل ملت او خپلواکۍ په خاطر څه ډول خطرات مني دا يي ټولې نړۍ ته ښودلې ده. 

هغه ويلي دي تر کومه چې د مالازګيرت د جګړې روح پدې ملت کې ژوندی وي هيڅوک به ددې توان پيدا نکړي چې د ۲۰۲۳ کال ۲۰۵۳ او ۲۰۷۱ کال اهدافو ته د دې ملت د رسيدو مخه ونيسي.

ولسمشر اردوغان وويل مونږ د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې د کودتا په شپه پدې ملت کې د مالازګيزت روح وليد. 

ولسمشر اردوغان د ستر بري د اوونۍ په مناسبت په خپور کړي پيغام کې په اتحاد او اتفاق ټينګار کړی دی. 

ولسمشر اردوغان ويلي دي چې ترک ملت په اقتصادي او سياسي ازاديو د بريدونو پر وړاندې د ښودلي مقامت او اتحاد سره يو ځل بيا ټولو ته دا ښکاره کړه چې هيچا ته به د مداخلې اجازه ورنکړي.



اړوند خبرونه