د ترکیې د چناق کلا په ولایت کې ۴۵ تنه ناقانونه افغانان ونیول شول.
د چناق کلا د امنیتي سرچینو د خبر له مخې دا کسان د یاد شوي ولایت د ایوه جک په ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
1027419
د ژاندارم ځواکونو د ایوه جک په ولسوالۍ کې یو شکمن کوچنی بس موټر چې د ټاکل شوي سرحد نه زیات کسان پکې سپاره ول ودرو.
ژندارم ځواکونو د مساپرو نه د هویت کارتونو د غوښتو پر مهال دا معلومه شوه چې په بس کې سپاره ټول ناقانونه کډوال دي.
ژاندام ځواکونو نوموړي کسان ټول ونیول . پدې کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شتو لري.
امنیتي ځواکونو د ناقانونه افغانانو نه چې غوښتل يي د اوبو له لارې اروپا ته تیر شي قاچاقبر او د موټر چلوونکی هم نیولي دي.
ویل کیږي نیول شوي کدوال د ایوه جک ولسوالۍ د ژاندام په قومندانۍ کې د تحقیقاتو نه وروسته د یادې شوې ولسوالۍ د کډوالو د بیرته رستنولو مرکز ته وسپارل.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.